په سراب کې د اولس لمبولو په فکر کې ډوب مفکر

لیکنه:خالد رعد
نه پوهېږم دې نړۍ او نړيوالو ته سړی څه نوم ورکړي، هغه کارونه چې الله تعالی پرې مامور کړي او سالم عقل يې هم ښه او د انسان په ګټه ګڼي، له هغو اجتناب کوي، خو هغه اعمال چې په کولو يې الله تعالی ناراضه کېږي او خپل وجدان هم سړی پرې ملامتوي، هغه کارونه بیا نه يوازي په خپله کوي بلکه بل ته يې هم د کولو ترغيب ورکوي.
دلته يو سړی شته چې غربيانو + نړيوالو وچ د ډانګي په زور د افغانانو باچا ټاکلی، ښايي دا فلان يې ډير کاله پخوا ترتيب کړی وي ځکه خو يې له يرغل سره ورته د مفکر لقب هم ورکړ تر څو يې افغان اولس په نوم خطا او په مشري يې نه صرف ومني بلکه پرې وهم وياړي.
دلته که د اسلامي او طبيعي قانون سيوري ته کښېنې او تندی په دې سوچ خولې کړې چې دې سړي ته يې څنګه او ولي د مفکر لقب ورکړی نو لاره به درنه ورکه شي، لنډه دا چې بلاخره سړی دې پايلې ته رسېږي چې که مو کارونه سرچپه کول او له اسلامي قوانينو علاوه حتی له طبعي قانون سره يومخ بالعکس او مخالف وخوځېدلې نو د غرب او د دوی همفکره ملګرو ته په قبلېدو سربېره به په يو داسي لقب ونازول شې چې په اصطلاح يې سړی خلکو ته سپين معرفي کېږي او خلک پرې په يو ډول غولېدلی شي، اوس نو که له چا سره وجدان ياري کوي يقنا چې دې ځای ته نشي رسېدلای او که وجدان او شعور نه لري نو بيا دې ټول کارونه سرچپه کړي چې هم مفکر شي او هم يې جيب غوړ وي.
قاري صاحب په کيوبا کې بندي و چې يو ملګري يې په خوب وليد، خوب يې راته بياناوه چې قاري صاحب خپل واسکټ په چپ اړخ اغوستی و، ما ورته کړل چې قاري صاحب! دا ولي؟، وايي بې ځنډه يې ځواب راکړ چې وروره حکومت سرچپه دی، ملګری وايي چې راويښ شوم او سر مي ونڅاوه پوه شوم چې د لوېديځ په زور د افغانانو په اوږو بار حکومت د کرځي دی او قاري صاحب محترم په کيوبا کې د تورو بتمو ترشا پروت دی.
نو راباندي تپل شوی حکومت سرچپه دی او هغه کارونه ترسره کوي چې نه يې شريعت منلی شي او نه هم ملي ارزښتونه، دا د دې لپاره چې سرچپه نړيوالو ته ځان مخلص ښکاره کړي او په هر ډګر کې ورباندي ځان ومني، د دې حکومت نيمګړی مشر اوس دې سوچونو وړی چې څنګه وکولی شي د افغانستان اولس هغوی ته د ګرانو او پسي ستړو حالاتو د راتلو په اعلان تېرباسي، له اعتراضه يې ځان وژغوري او خپل حکومتوالي جاري وساتي.
خو له ډيرو هڅو سره سره هم د اولس اکثريت دا په نوم مفکر د خپل مشر په توګه نه دی منلی، د دې دليل په لومړيو انتخاباتو کې د ده ناکامي او په دوهم پړاو کې له امريکايانو سره د ستراتيژيک تړون د موافقې او د رياست په چوکۍ له ناستې سره سم د تړون لاسليکولو د کلکې وعدې په کولو سره کاميابي ده، دغه راز له لويو ښارونو پرته په نورو شاوخوا سيمو کې د مجاهدينو شتون او پراخ جهادي فعاليتونه د دې ښکارندويي کوي چې د دې منطقو خلک له مفکر سره نه بلکه له مجاهدينو سره ډېره مينه لري او د خپل وجود اعضا يې ګڼي، له دې علاوه ښارونو ته د جهادي بهير غزېدل هم ښيي چې حتی د حکومتي عسکرو د ټوپک تر سيوري لاندې خلک چې په لومړيو کې له رسنيزو تبليغاتو متاثره شوي وو خو اوس دوی هم له حکومته ناراضه او د مجاهدينو لاس نيونکي دي.
مفکر صيب اوس په خپله په دې فکرونو کې ډوب دی چې خلک بيرته خپل ځان ته وبولي او د خپلې مشرۍ د مودې ترپايه رسېدلو تضمين يقيني کړي، د اشغال په تېرو کلونو کې يې له کړيو تجربو درس اخيستی چې د افغانستان اولس في الحال په مرستو او پيسو نشي غولېدلای؛ ځکه چې که داسي وای نو جګړه به دومره نه اوږدېده او لوېديځوال به خلاصي تڼۍ د هيواد په هر ګوټ کې ګرځېدلای خو داسي نه ده، نو ځکه يې لاره بدله کړه او اولس ته يې د سولي نوم ورمخکې کړ، هغه سوله چې له جګړو ستړی اولس يې ليدلو ته تږی دی.
مفکر دا فکر نه کوي چې افغانان له جهاده ستړي دي که له جنګه، سوله غواړي خو د ديموکراسۍ او غرب په اوږو سپره راغلې په نوم سوله مګر په حقيقت کې جنګ، جدل او هلاکت، او که د اسلام، افغانيت او د دې دواړو د ارزښتونو ساتونکې او پالونکې سوله، دا څوک نه مني چې څوک له دومره عقل سره مفکر وبلل شي خو که شي هم د لويديځ په اند نه د هغې ټولنې لپاره چې لويه برخه يې اسلامي مفکرين دي.
سوله په اوسني وخت کې د سراب حيثيت لري چې مفکر پکې په داسي حال کې د اولس لمبولو په هڅو پيل کړی چې دا هيوادوال په تېرو څو کلونو کې له ډيرو مکارو دښمنانو سره مخ شوي او هيڅوک نشي کولی په خپلو بې حقيقته خبرو يې باوري کړي، اولس نه غواړي په داسي حال کې د سولي په نوم څه مشاهده کړي چې په حريم يې لاهم د يرغلګرو ورا ګرځي، مشترک وطن يې د دوی له خوښي پرته د ګوتو په شمېر لاس پوڅو لخوا په هغو خلکو خرڅ شو چې د وجود او عقيدې په اعتبار ورنه په زرګونو کيلو متره لري اوسېږي او غواړي له دې ازاد اولس نه غلام او د خپل لاس اله جوړه کړي.
مفکر بايد په افغانانو په داسي کمزوري ګومان کولو سره د دې په ايمان پايېدونکي اولس توهين ونه کړي، دا نژاد اوس له لوړو ژورو، سړو او تودو تېر شوی، سرچپه او راسته له سوچ او فکر پرته درک کولی شي، ژوند يې له تجربو ډک دی او سړی له پوندو پېژني.