هلمند، سنګین کي ملی اردو او پولیسو ۱۵پوستې تخلیه کړې

دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ دڅاروان کلاپه سیمه کي ملي اردو، پولیسو او سیمه ييزو پولیسوخپلي پنځلس پوستې پرې ايښي دي.
دهلمند ولایت چارواکو او قومي مشرانو ویلي، چي دسنګین ولسوالۍ په بېلابېلوسیمو کي ۱۵ پوستې خالي شوي او پکي میشت عسکر او سیمه ييز پولیس ورڅخه وتلي دي
راپورونه وايي، چي دسنګین دڅاروان کلا داسټیشن له سيمي څخه دګنګیانو تر مانده پوري ملي اردو خپلي ۵ پوستې او پولیسو او سیمه يیزو پولیسو ۷ پوستې خالي کړي دي او دوی ورڅخه تللي دي.
همداراز دډبرۍ په سیمه کي ملي اردو خپله یوه پوسته پرې ايښې ده او دزیدانانوپه سیمه کي سیمه يیزو پولیسو خپلي دوه پوستې پرېښودلې او دوی ورڅخه وتلي دي.
طالبانو ویلي، چي دمسلسلو او تعرضي بریدونوپه پایله کي یې عسکر اړ کړل، ترڅو سیمه پرېږدي او وتښتي.
طالبانو ویلي، چي دهغو عملیاتو په ترڅ کي چي دکابل حکومت دفروري په میاشت کي دهلمند په ولایت کي پيل کړي وو سلګونه عسکر وژلي ، سلګونه نور يې ټپیان کړي دي.
طالبانو ویلي، چي دحکومت لسګونه تخریب شوي موټر اوس هم په سیمه کي پاته دي.
طالبانو دذوالفقار دعملیاتو په اړه په خپل راپور کي ویلي، چي په دغو عملیاتو کي دکابل حکومت سخته ماته خوړلې او زرګونه راغلي عسکر له سیمي په تېښته وتلي دي.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وایي په هلمند کې د ذوالفقار په نامه پيل شوي عملیات یې کامیاب دی او زیاتې سیمې یې له وسلوالو طالبانو تصفیه کړې دي
عادل خپلواک