طالبان: د سولې مشورتي جرګه د جګړې د دوام لپاره ده

عزم(یکشنبه، ۱۸ وری ۱۳۹۸): طالبان چې د اونۍ تبصره په نوم هره اونۍ یوه مقاله خپروي چې د دوی رسمي نظر څرګندوي دا ځل یې دغه مقاله د سولې مشورتي جرګې اړوند ځانګړې کړې او دغه جرګه یې د جګړې د دوام لپاره بللې ده.
د سولې مشورتي جرګه داسې مهال جوړیږي چې کابل اداره د سولې خبرو کې څنګ ته شوې او طالبان وایي له امریکایانو سره خبرو کې دوی ته د ګډون حق نه ورکوي اوس امریکا هم له نظر اچولې غواړي دا ځل د سولې مشورتي جرګې په نوم جرګه جوړه او ځان مطرح کړي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې مقاله کې د یادې جرګې په اړه ویل شوي.
«لویه جرګه چې د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی ځای لري په ډیر تأسف باید ووایو چې د نورو تاریخي ارزښتونو په شان په وروستیو اوولسو کلونو کې د لویې جرګې اصطلاح هم همیشه اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو د خپلو شومو اهدافو لپاره کارولې او د مؤمن ملت د غوښتنو په ضد یې ترې استفاده کړې.
په تاریخي لحاظ لویه جرګه همیشه د اولس له خوا دائریده او په هغه کې به د هیواد د خپلواکۍ د اخیستلو او د اشغالګرو په وړاندې د جهاد فیصلې کیدلې. خو د اشغال په تیرو اوولسو کلونو کې چې د لویې جرګې تر عنوان لاندې کوم مجالس دائر شوي، هدف یې یوازې نامشروع اشغال ته پایښت ورکول، د اشغالګرو ګټي خوندې کول او د حقپالو مجاهدینو او ویاړمنو مبارزینو په وړاندې موقف نیول وو.
د اشغال په موده کې دائرې شوې جرګې نه یوازې د هدف او مرام له اړخه ناسمې وې بلکې نتیجې یې همیشه منفي راوتلې دي. زموږ یاد دي چې په تیرو څو کلونوکې بیا بیا د سولې په نوم ورته مجالس او شوری ګانې جوړې شوي، خو نتیجه یې یوازې د اشغال دوام او د جګړې شدت راوتلی دی.»
طالبانو د دغې جرګې دائرول بې ځایه بللي او ویلي یې دي چې دغه جرګه د سولې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه نلري بلکې یواځې به څو ورځې رسنۍ پرې «دروغجن» تبلیغات وکړي او سلګونه ملیونه افغانۍ به پرې بې ځایه مصرف شي.
مقاله کې راغلي چې د کابل ادارې واکمن په داسې غونډو غواړي خپل بایللی اعتبار ترلاسه کړي.
«د ارګ واکمن چې د سولې په موضوع کې د ټول اولس په وړاندې ولاړ دی او وروستیو بمبارونو، ملکي عاموژنو او د اشغال د تداوم هڅو یې د افغان اولس تر منځ اعتبار سخت زیانمن کړی دی، اوس هڅه کوي د تش په نامه مشورتي جرګې په تدویر سره ځان سوله خوښی وښيي او خلکو ته دا فکر ورکړي چې د سولې د موضوع په اړه بې تفاوته نه دی. په دې سربیره به اشرف غني له دې غونډې د خپل نامشروع واک د تمدیدولو هڅه هم وکړي.»
طالبانو ویلي چې دغه جرګه د افغان ولس په ګټه نه بلکې د سیاسي اهدافو لپاره رابلل کیږي، او حکومت غواړي چې اشغال او روانه جګړه وغځوي.
د ویلو ده چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په وار وار هڅه کړې چې امریکایان دیته قانع کړي چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه ونه باسي او له طالبانو سره د سولې روانې خبرې بندې کړي، خو اوس د سولې مشورتي جرګې په نوم جرګه جوړول هم د حیرانتیا وړ دی.