آوا اژانس: د نړیوالو له ملاتړ پرته د داعش ډلې فعالیت ناشونی دی

عزم (جمعه، ۱۸/۱/۱۴۰۲): آوا خبري اژانس په یو مطلب کې د افغانستان په څو محدودو سیمو کې د داعش ډلې فعالیت ته پام اړولی.
مطلب زیاته کړې: چې اوسمهال په افغانستان کې یوازې یوه وسله واله ډله شته چې د اسلامي امارت پر ضد جنګیږي او که هغې ډلې سره هم نړیوال مرستې پریږدي؛ نو فعالیت یې ناشونی دی.
اوا اژانس د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي، چې: « افغانستان کې له داعش پرته بله ترهګره ډله فعالیت نه لري او زیاته یې کړه چې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د نړۍ ادعاوې د دوی لپاره تبلیغات دي.»
نوموړي دا خبر وروسته له هغې کړې چې انګلیسي دیپلومات خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان دننه د تحریک طالبان او القاعده پر شتون خبر نشر کړ.
خپرونې ولیکل: چې افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د پاکستاني طالبانو فعالیت او بریدونه زیات شوي.
خو د اسلامي امارت ویاند یادې څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې دا په لوی لاس د ترهګرو ډلو لپاره پروپاګند دی.
نوموړي څرګنده کړه: « داعش په افغانستان کې په ټیټه کچه شتون لري، خو د پخوا په پرتله خورا کمزوری او ځپل شوی، د اسلامي امارت مجاهدین لا هم په جدي توګه د هغوی پر وړاندې ولاړ دي.»
ده په افغانستان کې د داعشیانو د غښتلتیا ټول راپورونه رد کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button