سوریه کې سپین خولي ډله څه وخت او د کومو موخو لپاره رامنځ ته شوې؟

عرفان الله شرفزوی

سوریه؛ هغه پرمختللی هېواد؛ چې سلګونه زره ماشومان، ښځې، ولسي وګړي، اسلامپال مبارزین، جګړه مار او حکومتي پوځیان په کې په تېره نېږدې یوه نیمه لسیزه کې په وینو ولمبېدل. دې هېواد کې لا هم د وینو، غربت، بې کورۍ او بېوزلۍ له امله لسګونه زره کورنۍ د خپلو ارمانونو په هدیرو کې اوسي.
سوریه کې د جګړو له پیل سره غبرګ د ولسي وګړو د ژوند د ساتنې او خوندیتوب لپاره نړیوالو د خپلو سیاسي تګلورو له مخې غږ او شور پیل کړ، خو اغېزمن رول هلته داسې یوې نادولتي او غیر سیاسي ډلې ترسره کړ، چې په نړۍ کې یې محبوبیت وموند.

سپین خولي یا ولسي ساتونکي:
دا “د یو انسان ژوند ژغورل لکه د ټول انسانیت ژغورنه” تر شعار لاندې د سپینو خولیو په سر کوونکو هغې مجهزې رضاکاره ډلې نوم دی، چې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې په سوریه کې د ولسي وګړو د ژوند ژغورنې او ساتنې په موخه رامنځ شوه او په ۲۰۱۳ کال کې مطرح ډله ثابته شوه. دا ډله ځان ته د “ولسي ساتونکو” نوم اخلي. دې ډلې په تېرو لسو کلونو کې له ۱۲۴۵۰۰ ډېر ولسي وګړي د روسیې او سوریې د چورلکو له بمباریو وروسته له خاورو رایستلي او ژغورلي دي.
دا ډله چې مشر یې رائد الصالح دی؛ د سوریې په ۸ ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰ مرکزونه لري. تر اوسه ددې ډلې د رضاکارانو شمېر شاوخوا ۳۹۰۰ ښودل کېږي، چې د هر کسب وګړي په کې شتون لري او د ښځو شمېر په کې کم ندی.

پوښتنه داده، چې دا ډله چا او ولې رامنځ ته کړه؟
ددې پوښتنو ځواب لا تر اوسه ګڼې ملاحظې لري او نشي ویل کیدای، چې دا ډله لکه د دوی له خپلې ادعا سره سم یوازې د خواخوږو وګړو له لوري منسجمه شوې او که تر شا یې د کوم هېواد پټ لاس دی؟.
کله چې مونږ ددې ډلې ارزونه کوو، نو لا یې په اړه له ګڼو پوښتنو سره مخ کېږو، ځکه ددې ډلې ملاتړ او مرسته تر ډېره په لویدیځه نړۍ کې د امریکا، بریتانیا، آلمان، فرانسې او کاناډا په مشرۍ یو شمېر لویدیځ هېوادونه کوي او دننه په ترکیه کې د ترکیې تر څنګ لویدیځ روزونکي هم دوی ته په بېړنیو حالتونو کې د ژغورنې د عملیاتو روزنه او زده کړه ورکوي، ځینو لویدیځو هېوادونو د دوی هغو کورنیو ته چې ژوند یې له ګواښ سره مخ شوی؛ پناه ورکړې. لویدیځ هېوادونه یې د یوې ایډیالې ډلې په توګه تبلیغ کوي او د دوی د هر اړخیز ملاتړ غږ لوړ ساتي، خو د سوریې حکومت او روسیه یې په اړه وایي، چې دا ډله په سوریه کې په جبهة النصره یا د شام د ازادۍ اسلامپالې ډلې پورې تړاو لري او ددې ډلې جنګیالي په کې په یو بل رنګ منسجم شوي؛ کله بیا دا ډله د لویدیځو هېوادونو د څارګرو ادارو له لوري جوړه شوې ډله بولي. د سوریې حکومت د خپلې ادعا د ثبوت لپاره ځینې ویډیویي فلمونه هم خپاره کړي، خو د سپین خولو یا الخوذ البیضاء ډله دا تور ردوي او وایي، چې دوی بشپړ خپلواک دي او په هیڅ سیاسي ډله پورې ندي تړلي. د دوی په وینا دوی یوازې بشري خدمات ترسره کوي او د جګړې په سیمو کې د چورلکو د بمباریو له امله له راپرېوتو ودانیو ټپيان او مړي راوباسي.
ممکن د سوریې د حکومت او روسيې له لوري دغه ډله ځکه اسلامپالو ته منسوبېږي، چې د دوی په خولیو کې نصب شویو ویډیو کمرو په خپلو مستنداتو کې نړۍ ته په ثبوت ورسوله، چې د سوریې د حکومت او روسي ځواکونو په بمباریو کې کیمیاوي وسلې کارېږي او جنګي جنایت تثبیتوي.

خو دا ډله رښتیا هم ناپېیلې ده؟
تر ډېره دا ډله ناپېیلې بریښي، خو د لویدیځ ملاتړ او د اسلامپالو په سیمو کې له کوم مزاحمت پرته د دوی فعالیت د دوی پر بڼه د شک متضاد داغونه ږدي. د دوی د مشرانو څرګندونې داسې دي، چې د سوریې حکومت او روسي ځواکونه د ولسي وګړو پر پراخه وژنه تورنوي او ادعا کوي، چې د سوریې حکومت کیمیاوي وسلې او بمونه کاروي، چې دغه څرګندونې یې د لویدیځ او اسلامپالو مبارزینو د خوښې خبرې دي، خو حکومت د همدې څرګندونو له امله پرې په خپل واک لاندې سیمو کې بندیز لګولی او ډېر کله یې وژلي هم دي. د دوی په اړه د اسلامپالو دریځ منفي نه بریښي او یا خو یې له خپلې مجبورۍ په خپل واک لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه ورکړې. ویل کېږي دې ډلې له بمباریو وروسته د ژغورنې پر مهال ۲۹۴ غړي له لاسه ورکړي او له ۵۰۰ ډېر یې ټپیان شوي.
دوی له بمباریو وروسته د انسانانو د ژغورنې، اور وژنې، بریښنا ساتنې او روغتیا ساتنې په برخو کې سمدستي لاس په کار کېږي. همدا لامل دی، چې په ۲۰۱۶ کال کې آلمان او فرانسې دې ډلې ته د بشري حقونو جایزه ورکړه، چې مشر یې رائد الصالح دغه جایزه هغه مهال د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر او د هغه فرانسوي سیال ژان مارک څخه ترلاسه کړه. په همدې کال یو سویډني بنسټ هم د نوبل بدیل جایزه ورکړه. یاده ډله د سوریې د حکومت له واک وتلې سیمې د ازادو شویو سیمو په توګه پېژني. دې ډلې په سیمه او نړۍ کې محبوبیت او شهرت ترلاسه کړی.
زما په باور لږه موده وروسته ممکن د سپین خولیو ډله یوازې یوه ژوند ژغورونکې ډله پاتې نشي؛ بلکې کیدای شي د سوریې د اوسني حکومت په مخالفت کې د لویدیځ په ملاتړ دیموکراسي پلوی خوځښت شي او سیاسي ډله وګرځي. ددې اندیښنې څرک له اوسه د سپین خولیو د سر د سړیو په څرګندونو کې محسوسېږي. زمونږ انګېرنه هم داده، چې دا ډله د سوریې په اسلامپالو پورې نده تړلې؛ بلکې اسلامپالو له خپلو مجبوریتونو او د امکاناتو د کمښت له امله دوی ته د دوی په سیمو کې د فعالیت اجازه ورکړې.
دا ډله له لویدیځې نړۍ حمایه کیدونکې ډله ده، چې د خپلو اهدافو لپاره یې حمایت کوي او څه وخت وروسته به د لویدیځ له فکر او غوښتنو سره سم پر یو سیاسي خوځښت واوړي او یا به کم تر کمه په خپل همدې رنګ کې د لویدیځ د اهدافو پلي کیدو ته لار هواره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button