د څلورمې اوونۍ پر لومړۍ ورځ یو ځل بیا په سوډان کې جګړو زور اخیستی دی

عزم(یکشنبه، غوایي ۱۷مه، ۱۴۰۲): راپورونه وایي چې د سوډان کورنۍ جګړې څلورمې اوونۍ ته غځېدلي چې پر لومړۍ ورځ یې په پلازمېنه خرطوم کې یو ځل بیا درنې چاودنې شوي دي.
د بهرنیو رسنیو په مټ چې د څلورمې اوونۍ پر لومړۍ ورځ شنبه هوایي بریدونه شوي چې په خرطوم کې یې بیا ځایي خلک اندېښمن کړي دي.
عیني شاهدان وايي، د شنبې پر سهار جنګي الوتکو د خرطوم پر بېلابېلو برخو بمباري وکړه چې له دې سره په خرطوم کې د فعالې مخابراتي شبکې(ایم ټي این) خدمات هم ورسره ټکني شوي دي.
د اپرېل میاشتې پر ۱۵مه د سوډان د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه‌وو د قوماندان محمد حمدان دقلو ترمنځ د جګړو دپیل راهیسې تراوسه سلګونه کسان وژل شوي دي.
که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ پر څو لنډمهالو اوربندونو موافقه شوې ده، خو له هغوی څه سم دلاسه سرغړونې شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button