اطلاعاتو او کلتور وزارت عامه کتابتونونو ریاست ته د زر ګونو د چمتوالې پروژه داوطلبۍ ته سپارلې ده

عزم(یکشنبه، غوایي ۱۷مه، ۱۴۰۲): اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه وزارت د عامه کتابتونونو ریاست ته د اړتیا وړ ۱۰ زره ټوکه کتابونو د چمتو کولو او پېرلو پروژه داوطلبۍ ته سپارلې ده.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې ټولو مستحقو نوماندانو (کتاب خپرونکو، کتابتونونو او کتاب پلورونکو) د دغې پروژې سافټ شرط پاڼه د دغه وزارت د تدارکاتو له عمومي مديريت څخه ترلاسه او خپل غوښتنلیکونه د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم دې آمریت ته وسپاري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې بانکي تضمین ۵۵ زره افغانۍ دی او نوماندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د روان کال د غبرګولي میاشتې تر نهمې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې بې وخته او آنلاین وړاندیزونه نه منل کېږي او هغه نوماندان چې پوښتنه ولري کولی شي د ضرب الاجل د سپارلو له نېټې ۷ ورځې مخکې پورته ذکر شوې ادارې ته مراجعه وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button