د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ اداره وایي چې له پخوا یې د شېدو تولید دوه برابره کړی دی

عزم(یکشنبه، ۱۷مه، ۱۴۰۲): د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ فارم د شيدو کچه تر پخوا نېږدې دوه برابره لوړه شوې ده. د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ فارم شاوخوا په ۱۷ جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې د سلګونو غواګانو روزنه او پالنه پکې کیږي.
د ننګرهار د کانال اړوند د مالدارۍ اداره څرګندوي چې د غواګانو د بېلابېلو نسلونو د روزنه او پالنه کېږي. دمګړۍ دغه فارم ۲۶۰ غواګانې لري چې له ډلې يې ۵۰ غواګانې شيدې ورکوي. د ننګرهار د کانال وادي کرنیز شرکت د مالدارۍ فارم امر شکرالله نورزي ویلي، چې په اوس وخت کې دغه فارم ته د زیاتې پاملرنې له امله دوی هره ورځ له ۵۰۰ تر ۵۵۰ لیټره شیدې تولیدوي او هیله لري چې دا کچه به همدا سږکال ۷۰۰ لیټرو ته ورسېږي.
د حیواني روغتیاپالانو په باور، د مالدارۍ د تولیداتو په لوړوالي کې په سالمه توګه د مالونو ساتل او په وخت درملنه هم د پام وړ رول لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button