داعش داسرائیلوپه وسیله يوځل بیا له حماس څخه انتقام واخیست

تیره شپه په غزه کي دداعش څانګي دعمرحدیدډلي داسرائیلو په شاړو ځمکو یو توغندی وویشت، چي داسرائيلي چارواکو په وینا هیڅ ډول زیان يې نه درلود.
ددغه توغنديز برید په ځواب کي اسرائیلي الوتکو نن سهار دغزې په خاوره هوايي بریدونه ترسره کړل او دغزې په شمال دبیت لاهيا په سیمه کي یې دحماس داسلامي جهادي تنظیم یو مرکز په څو توغندیو وویشت، چي له امله یې مرکز او شاوخوا ودانيو ته زیات زیانونه ورسیدل.
دا په لسو ورځو کي دریم برید دی، چي دداعش له لوري په اسرائيلي خاوره ترسره کیږي.
په غزه کي دسرية شیخ عمر حدید په نوم ډلي چي دداعش له وسله وال تنظیم سره یې بیعت کړی اوپه غزه کي دداعش څانګه بلل کیږي ویلي، چي دحماس اسلامي تنظیم ددوی یو ملګری وژلی او دوی غواړي چي داسرائیلو په وسیله له حماس څخه خپل انتقام واخلي، په دې ډول چي دوی داسرائیلو په خاوره توغندي وولي او دهغو په ځواب کي اسرائیل په غزه کي دحماس په مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړي.
راپورونه وايي، چي په تیرو لسو ورځو کي دا دریم ځل دی، چي داعش داسرائیلو په وسيله له حماس څخه دخپل وژل شوي ملګري انتقام اخلي.
که څه هم پخو داسرائيلو او داعش ترمنځ داړیکو په اړه ډیري خبري کېدلی، خو دا لومړی ځل دی، چي داعش له اسرائیلو سره په ضمني ډول خپله ملګرتیا څرګندوي.
تیره میاشت داسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو وویل، چي دوی ته ایران دداعش په نسبت ۱۰۰۰ ځله ډیر خطر دی، یوه یهودي هاخام تیر کال وویل، چي داعش دیهودو دساتني اوژغورني لپاره دده له خولې له آسمانه راښکته شوي دي، خو په غزه کي دداعش وروستۍ څرګندوني ددې اړیکو ښکاره څرګندونه کوي.
عادل خپلواک