په کندز کي دماین چاودني څارنوال وژلی

په کندز ولایت کي دیوې چاودني له امله یو څارنوال وژل شوی دی او زوی يې ټپی شوی دی.

دکندز دامنيې قومندانۍ ویاند سید سرور حسيني ویلي، چي دڅارنوال عبدالعلیم په موټر کي ماین ځای په ځای شوی وو، چي نن له غرمې وړاندي شاوخوا ۱۰بجې دکندز ولایت په دریمه ناحیه کي وچاودیدو، چي په ترڅ کي يې عبدالعلیم ووژل شو او زوی یې ټپي شو.

دحسيني په خبره، چي دچاودني له امله دڅارنوال موټر اور واخیست او ویجاړ شو.

دکندز امنيې قومندانۍ ویلي، چي چاودني دمقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

چارواکو ویلي، چي دپيښي په اړه یې پلټني پيل کړي او تراوسه يې عاملین نیول شوي نه دي.

دیادوني وړ ده، چي وسله وال طالبان له ډیري مودې راهیسي په ښارونو کي له مقناطسې ماینونو څخه کار اخلي، چي تراوسه يې چارواکي په مخنیوي کي پاته راغلي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button