حکمتیار صاحب ته پرانستی لیک   

ډاکټر رفیع الله کندهاری

تېره ورځ مې په مطبوعاتو کې دحزب اسلامي دمشر حکمتیار صاحب یوه عجیبه اعلامیه ولیدله چې حکمتیار صاحب پکې خپلو پلویانو ته څو خاصي سپارښتني کې کړې وې ، داچې زما په فکر اوسني شرا ئط دداسي اعلامیو نه دي نو ځکه غواړم چې له محترم حکمتیار صاحب سره دخپل زړه درد شریک کړم :

داعلامیې په شروع کې لیکل شوې دي چې :

كمونستان، شوراى نظار او طالبان حزب اسلامي ته د لومړي دښمن په سترگه گوري، دښمنانو د حزب اسلامي په ضد زېږولي او د جهاد او مجاهدينو په ضد ئې كاروي، دوى د واقعي مجاهدينو په خلاف له

هيڅ جنايت ډډه نه كوي، د هېواد ډېرې ستونزي دوى راولاړي كړې دي، د دوى په اړه بايد نوې تگلاره غوره شي .

کمونستان او دنظار شوری به پریږدو ځکه رښتیا هم چې له هغوی سره داسلامي حزب لاري هم مخکي او هم اوس بېلي دي ، خو محترم حکمتیار صاحب دطالبانو په اړه به خبره در سره ونه منو  ځکه  ستا په لیکنو کې هر وخت موږ وینو چې طالبانو دخپل پیدایښت په شروع کې  یوازي له حزب سره جګړه وکړه ، طالبان دحزب پر خلاف  دبرطانیې په مرسته پیدا شول ، او داسي نور …

خو تر کومه ځایه چې زه مالومات لرم او دهمدې سیمي اوسیدونکی یم نو خبره دغسي نه ده لکه ته چې یې ادعا کوې  ، ځکه  طالبانو چې په لومړي ځل په کندهار کې دپاټک سالاري او فساد په وړاندي مبارزه شروع کړه یوازي له حزب سره نه وه ، بلکې دټولو پاټک سالارانو  په وړاندي یو ډول وه  ، په لومړي ځل په کندهار کې دجمعیت اسلامي مهم قومندان ملا نقیب الله ورته تسلیم شو خو ستاسو قومندان سر کاتب ورسره جګړه وکړه ، که قومندان نقیب الله ورته تسلیم شوی نوای نو لومړۍ جګړه به له هغه سره وه ، له سرکاتبه وروسته دطالبانو دوهمه جګړه دهلمند ولایت له مشهور قومندان غفار اخندزاده سره وه چې هغه دحرکت انقلاب اسلامي دتنظیم مربوط و ، او طالبان هم اکثره ددې تنظیم غړي وو،  بیا طالبان زابل ته لاړل چې هلته هم دټولو تنظیمونو قومندانان  ورته تسلیم او ورسره ملګري شول یوازي قومندان حمیدالله نشو تسلیم چې هغه هم دحزب قومندان و ، په غزني کې هم ټول تسلیم شول خو حزب له چاراسیابه قوه راوستله چې لومړی  جنګ هم حزب  شروع کړ او داسي نور …

 مطلب داچې طالبانو په شروع کې هم یوازي له حزب سره جنګ نه غوښتل ، بلکې له هرهغه چا سره وجنګیدل چې ددوی داصلاحاتو مخنیوی يې کاو .

بیا چې کله طالبانو دهیواد دخپلواکې لپاره  ددوهم ځل لپاره مقاومت شروع کړ ، تاسو هم هغه څوک واست چې له دوی سره مو وږه په وږه دجهاد لار خپله کړه ، چې دا ستاسو ستر امتیاز دی او موږ خوښ و چې دادی یو مشهور جهادي رهبر هم دطالبانو په څیر جهادته ملا وتړله .

اوس چې تاسو خپلو پلویانو ته هدایت  کوئ چې طالبان هم دکمونستانو او شوری نظار په ډول دحزب قسم خوړلي دښمنان دي  او ددوی په اړه باید نوې تګلاره غوره شي ډیر دتعجب ځای دی ، ځکه زه چې په دې پنخلس کاله کې له طالبانو او دهغوی له مطبوعاتو سره کوم شناخت لرم نو تراوسه خو ما دطالب له خولي ستاسو ددښمني او یا دحزب په خلاف کومه خبره نه ده اورېدلې ، زه دطالبانو سایټ الامارة روزانه ګورم تراوسه هم دحزب په خلاف یوه اشاره قدري هم نه ده شوې ، دا راز دطالبانو چاپېدونکې مجلې څرک ، شهامت ، مورچل ، حقیقت ، صمود ، شریعت  او دهغوی د بېلابېلو سټوډیوګانو جهادي فلمونه  وینم  او ګورم یې  تراوسه مې دحزب خلاف څه نه دې کې لیدلي او زه په یقین سره ویلای شم چې تاسو به یې هم دنموني په ډول پیدا نکړئ … !

خو په تاسف سره ستاسو رسمي سایټ شهادت هروخت دطالبانو خلاف یالیکنې خپروي اویا هم ستاسو رسمي اعلاميې خپروي

نو له دې خو داسي ښکاري چې خبره بالعکس ده .

محترمه ! تاسو  خپلو پلویانو ته  دا هم ویلي دي :

که چېري چي د امارتي طالبانو او هغو طالب جنگياليو تر منځ نښته وي چي له امارت اسلامي وتلي او له دولت اسلامي ( داعش) سره يو ځاى شوي؛ نو د دغو جنگياليو مرسته وكړئ، دا ځكه چي طالبان د حزب اسلامي قسم خوړلي دښمنان دي او له دولت اسلامي سره هغه جنگيالي يو ځاى شوي چي د طالبانو له تگلارو سره مخالف دي او له حزب اسلامي سره نه پخوا جنگېدلي او نه اوس او په راتلونكي كي د جنگېدو اراده لري»

  ته څنګه دیوه جهادي رهبر او شیخ الحدیث والتفسیر په صفت خپلو پلویانو ته دیوې ذات البیني او ناروا جګړې ته دورننوتلو امر کوې ، طالبان او له طالبانو جلاشوي خلګ خو دواړه مسلمانان دي او ته خپلو پلویانو ته امر کوې چې له داعش سره دطالبانو په وژلو کې مرسته وکړئ .

هیڅ مې زړه ته نه لویږي چې یو له دین او دمسلمان دقتل او زورونې له درانه مسؤلیت نه خبر سړی دې دومره جرات وکړي چې خپل خلګ دنورو مسلمانانو په وژلو او زورونې  او اقلا له هغوی سره په اختلاف کولو مامور کړي .

له دې خو ښکاري چې ستاسو په اند درواوالې او نارواوالې معیار یوازي له حزب سره دوستي یا مخالفت دی

محترمه مشره !

ته خبر یې چې موږ اوس ټول که طالبان یو که دحزب یو که دجمعیت اصلاح یو او که په بل سیاسي ګوند او یا مدني ټولنه پسي اړه لرو ټول په یوه  نامه اسلام پال یا مجاهدین  یادیږو موږ ټول په یوه صف او یوه سنګر کې  د اشغال او سیکولرزم په وړاندي مبارزه کوو موږ ټول دهغه چا تر شا ولاړیو څوک چې داشغال په وړاندي مقاومت کوي بیا دې ته نه ګورو  چې هغه حزبي دی ،طالب دی او که بل څوک ځکه موږ یوځل دډلبازۍ له سوري څخه مار چیچلي یو دوهم ځل مو مه پرې اخته کوئ

خو په تاسف سره چې ته مو یو ځل بیا سره جلا کوې ته په بېلابېلو ټاپو سره موږ ته  دیوه بل دوهلو او وژلو تلقین راکوې  په داسي حال کې چې موږ دیوه او بل نژدې کیډلو ته تر بل هروخت نن ډیر ضرورت لرو .

محترمه مشره داچې ډیر امتیازات لرې پر جهادي سابیقې علمي او قلمي خدمت دې سترګې نشو پټولای

ستا عمر ، تجربې او علم ته په کتلو سره موږ له تاسو دداسي پاروونکو او اختلاف راوستونکو اعلامیو هیله نه درلوده لطفا مو په دې ترینګلو شرائطو کې یووالي ته را وبوله سره نژدې مو کړه

موږ نور بري ته رسیدلي یو زموږ ددښمن یوازنی ارمان دادی چې په دې حساسه مرحله کې مو سره وجنګوي دخدای لپاره  نور پر دې جګړه ځپلي ولس رحم وکړئ  نورمو پر ډلو مه سره جلا کوئ موږ ته  له اامریکایې اشغاله وروسته په هیواد کې سختو شرائطو له یوه بل سره نژدې کیدل را زده کړې دي  که داځل بیا په خپلو کې سره وجنګیږو بیا به  څوک زموږ په هیواد کې  دجهاد نوم وانخلي

زه له طالبانو هم ډیري غوښتني لرم او دهغوی پر خلاو او فکري انحصار  هم سترګي نشم پټولای خو داچې دالیک مې ستا په نامه او ستاسو له اعلامیي نشریدلو وروسته  ولیکلو نو ځکه مې مخاطب تاسو یاست

الله ج دې دشریعت په چوکاټ کې له اوږد عمرسره سره ددین ستر خدمتونه درنه واخلي .

ستاسو خوا خوږی  ډاکټر رفیع الله کندهاری

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!