بلخ، پولیسو دخلکو ۲۰۰ کورونه نړولي، ۳۷ تنه یې ټپيان کړي

دبلخ پولیسو دمرکز مزار شريف اړوندپه علي اباد سیمه کي دنوي ښارګوټي ۲۰۰ کورونه نړولي، ۳۷ ته یې ټپیان کړي او ۱۷ تنه یې له ځان سره وړي دي.

دعلي اباد دنوي ښارګوټي اوسیدونکو ویلي، چي تیره ورځ سهار مهال پولیسو ددوی په کورونو یرغل وکړ او  ۲۰۰ کورونه چي دوی په ډیره خواري جوړ کړي وو ور ونړول.

دنوي ښارګوټي اوسیدونکي وايي، چي پولیسو بې له پوښتني په ډیر وحشي ډول ددوی کورونه په ښځو او ماشومانو ور ونړول او له دوی سره يې نښتي وکړې، چي په ترڅ کي یې دسیمي ۳۷ تنه ټپیان  شول.

دسیمي اوسیدونکو دپولیسو کړني وحشي بللي دي او ویلې دي، چي پولیسو چاته اجازه نه ورکوله، چي خبري ورسره وکړي او یاله خپلو کورونو څخه دفاع وکړي.

دبلخ دولایتي شورا رئيس محمدابراهیم خیراندېش ویلي، چي پولیسو دعلي اباد دنوي ښارګوټي له خلکو سره وحشي او غیرانساني چلند کړی دی.

نوموړی چي دپيښي ځای ته ورغلی  و وویل، چي پولیسو دخلکو ۲۰۰ کورونه ور نړولي، تر ۲۰ زیات کسان یې ټپیان کړي او ۱۷ تنه يې له ځان سره وړي دي.

دنوي ښارګوټي خلکو ویلي، چي دوی ددغو ځمکو اسناد لري او څوکاله وړاندي يې دمحمدمحقق په مشرۍ له وحدت ګوند څخه اخیستي دي.

دبلخ دوالي ویاند منیرفرهاد دپولیسو له وحشیانه کړنو څخه ددفاع په څنګ کي وویل، چي دغه دولتي ځمکي دي، چي زورواکانو او دځمکو غاصبینو په خلکو خرڅي کړي.

نوموړي وویل، چي دبلخ اداره به کوښښ وکړي، چي دغه ځمکي بیرته دولت ته ور وګرځوي.

ازاد خبریال مختار وفايي په خپل وبلاک کي لیکلي، چي دنوي ښارګوټي اوسیدونکي وايي، چي دوی شرعي اسناد لري، خو دبلخ دوالي عطاء محمدنوراړوند کسان وايي، چي دغه اسناد داعتبار وړ نه دي.

یوې سرچینې خبر ورکړی، چي عطاء محمدنور او اړونده ډله يې غواړي، چي دغه ځمکي غصب کړي، چي له همدې امله يې دنوي ښارګوټي دخلکو کورونه له تحقيق اوپوښتني پرته په زوره ور نړولي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button