کابل : دملي امنیت په دفتر وسلوال برید له دوه ساعته نښتي وروسته پای ته ورسېد

نن دورځي ما سپښین مهال دکابل په اتمه امنیتي حوزه کې دملي امنیت په دفتر برید ترسره شو

یاد دفتر چې داتمي حوزې په رحمان مېنه کې واقع دی نن ماسپښن یوه بجه له چاودني وروسته وسلوال بريد پرې پيل شو چې دچارواکو په وینا دملي امنیت یو کارمند پکې ووژل شو او دوه نور ژوبل شول

دکابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي دپيښي په اړه په خپلو څرګندونو کې ویل چې په برید کې دملي امنیت یو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل دي
دبرید مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې وروستۍ خبر پاڼه کې راغلی چې برید ددوی دوو تنو ملګرو کړی دی ، ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې له یاد مرکز څخه بهرنیو او داخلي ځواکونو په ګډه کار اخیست او په وینا یې دواړو ته درانه تلفات اوښتي دي
عيني شاهدانو ویلي چې لومړی دزرنج په واسطه یو انفجار ترسره شو وروسته وسلواله نښته پیل شوه چې تر دوه ساعته روانه وه
دیادوني وړ ده چې تریاد برید څو ساعته وړاندي دکابل په شاه شهید سیمه کې دبهرینو ځواکونو په موټریز کتار هم سرتیری برید ترسره شو
طالب ویاند دغه راز ویلي چې «په کابل ښارکې له خورا ټينګو امنیتي تدابیرو سره سره بیا هم په مهمو دښمنانو او د دښمن په مهمو ځایونو او هستو دا راز لوی بریدنه ترتیب او ترسره کول د مجاهدینو قوت، د ملت همکاري او د دښمن پوره بې وسۍ او ضعف په ګوته کوي.»

عموماً له ډاول بریدونو وروسته امنیتي کارپوهان په دولت نیوکه کوي چې دهیواد په پلازمېنه کې دبریدنو په مخنیوي کې پاته راغلی او نشي کولای چې یواځي دکابل ښار دطالبانو له بریدونو خوندي کړي

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!