دپکتیادڅمکنیو ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ ده

دپکتیا چارواکو ویلي، چي ددغه ولایت دڅمکنیو ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ ده.

دچارواکو په وینا، چي طالبانو ددغې ولسوالۍ ډیري سیمي نیولي او کيدلی شي، چي ډیر ژر ټوله ولسوالۍ طالبان ونیسي.

دپکتیا دولایتي شورا غړي تاج محمدمنګل ویلي، چي له تیري یوې میاشتي راهیسي وسله والو طالبانوپه دغې ولسوالۍ بریدونه پيل کړي،چي زیاتي سیمي نیولي دي او کيدلی شي، چي ډیر ژر دغه ولسوالۍ ددولت له ولکې ووځي.

دپکتیا امنیه قومندان زملی اوریاخیل هم منلې، چي دڅمکنیو ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ ده، نوموړی وايي، چي کيدلی شي، عسکر يې له ولسوالۍ څخه شاتګ ونه کړي او و لسوالۍ به ددولت له ولکې ونوځي.

دڅمکنیو اوسيدونکي هم وايي، چي په ولسوالۍ کي طالبان پراخ واک لري او عسکر له خپلومرکزونو څخه بهر نشي وتلای.

وسله والو طالبانو سږ کال دعزم دعملیاتو په ترڅ کي دهیواد په بېلابېلو سیمو کي تر۱۵ زیاتي ولسوالۍ نیولي او دنورو ولسوالیو دنیولو لپاره یې سختي جګړې پيل کړي دي.

ویل کیږي، چي دهیواد په بېلابېلو سیمو کي لسګونه ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button