دبغلان دډنډي غوري اوسيدونکي، ددولت په ضد به پاڅون وکړي

دبغلان ولایت دډنډي غوري دسیمي اوسیدونکي وايي، چي عسکر یې په کورونو ددرندو وسلو ډزي کوي او ددوی له ژوندسره لوبي کوي.

عسکر په دومداره توګه په ډنډي غوري سیمه کي په کلیو او کورونو دهاوانونو او توپونو ډزي کوي، چي دخلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی دی.

دسیمي یو قومي مشر حاجي محب الله وايي، چي  له تیري ورځي راهیسي دعسکرو دتوپونو په بریدونو کي دښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ټپیان شوي او درې تنه په شهادت رسيدلي دي.

نوموړی وایي، چي که عسکر په سیمه ددرندو وسلو بریدونو ته دوام ورکړي، په خلاف به يې پا څون وکړي.

دحاجی محب الله په خبره، چي ددغو بریدونو له امله دسیمي ۲زره کورنۍ کډي کولو ته اړ شوي دي.

په دې وروستیو کي داردو جنرالانو او لوی درستیز عسکرو ته اجازه ورکړې، چي هر ډول وسلې بې له محدودیته کارولی شي، چي له امله یې دولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

دعسکرو له لوري دخلکو په کورونو او استوګنځایونو ددرندو وسلو بریدونو چي په دې وروستیو کي یې شدت موندلی خلک سخت اندېښمن کړي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button