زابل: عسکر تښتېدلي، ګڼ شمېر پوستې او مهمات یې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي

 

عزم (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹) : له زابل ولایت څخه رارسيدلي راپورونه وايي، چې د دې ولایت د شهر صفا ولسوالۍ مرکز ته نژدې، حکومتي عسکرو پوسته له مهماتو سره پرې ايښې او خپله تښتېدلي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
“تیره ورځ د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ مرکز ته نژدې، د کشم له پوستې څخه ټول ګوډاګي عسکر وتښتیدل او په پوسته کې پاتې مهمات او لوازم د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي”.
همداراز د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د همدې ولایت له شینکۍ ولسوالي څخه نیولې، ان تر مرکز قلات پورې، ټولې پوستې تخليه شوې او عسکر یې تښتېدلي دي.
د عیني شاهدانو په وینا تښتېدلي عسکر هم د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي، چې ګڼ شمېر یې وژل شوي او ټپیان دي، همداراز دوه موټر یې هم تخریب شوي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي دغه راپورونه تأید کړي او ويلي يې دي:
“د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د عملیاتي قوې له ماتیدلو سره، له نوموړې ولسوالۍ بیا د مرکز قلات اړوند تر کاټلي پورې، له ټولو پوستو د دښمن عسکر وتښتیدل، چې د تیښتې په مهال د لارې په اوږدو کې ور څخه یو کاماز او یوه شوبله هم په ماین چاودنو کې تخریب شول او ګڼ عسکر یې مړه ژوبل شول”.
د زابل ولایت حکومتي چارواکو ويلي چې دواړو ولسوالیو کې لس کسه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، خو د تخلیه شویو پوستو په اړه یې لا تر اوسه څه نه دي ويلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button