طالبانو د هرات ولایت د «کشک کهنه ولسوالي ونیوله

  عزم چهار شنبه،۱۶چنګاښ،۱۴۰۰): راپورونه وایي چې طالبانو نن مازدیګرمهال د هرات ولایت د کشک کهنه ولسوالي تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.
دغه ولسوالي چې تر تیرو څو ورځو راپه دې خوا محاصره وه، چارواکي یې د سقوط په هکله څه نه وایي خو طالبانو یې د نیول کیدو خبر ورکړی دی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د کشک کهنه ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، امنیت ملي او ۱۶نورې پوستې یې ټولې نیولې او سیمه یې له دولتي ملیشو تصفیه کړې ده.
طالبانو د زیات شمیر وسلو، مهماتو او وسایطو د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د یاد ولایت د چشت او غوریان ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لویدلې وې، چې په دې توګه هرات کې د ټولو سقوط شویو ولسوالیو شمیر ۵ ته ورسیده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button