کرېکټ: ملي لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره بنګله‌دېش ته ورسېده

عزم(شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډله د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره بنګله‌دېش ته ورسېده.

د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې درې اړخيزه شل اوريزې سيالۍ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه پيلېږي او د يادې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د شل اوریز درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره راشد خان «لوبډلمشر»، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، نجیب تره‌کی، نجیب ځدراڼ، شاهد الله کمال، شفیق الله شفق، رحمان الله ګربز «ویکټ ساتونکی»، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نائب، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، فضل نیازی، دولت ځدراڼ، مجیب الرحمن او نوین الحق شامل دي.

افغان لوبډله اوس‌مهال له بنګله‌دېش سره په پنځه ورځنۍ لوبې بوخته ده، چې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۲منډې وکړې او بنګله‌دېش یې په ۲۰۵ منډو وسوځاوه.

افغان لوبډلې پرله‌پسې ۱۰ شل اوریزې لوبې ګټلي دي او که خپله ۱۱مه لوبه وګټي، نو یو ځل بیا به نړیوال رېکارډ په خپل نوم کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button