د ماشومانو د ساتنې سازمان: نړیواله ټولنه دې افغانستان یوازې پرې نه دي

عزم: (پنج‌شنبه، د وږي ۱۶مه، ۱۴۰۲): ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان (سېف د چلډرن)وایي چې نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې افغانستان ته شا نه کړي.

په افغانستان کې د دې سازمان مشر ارشد ملک ویلي، افغانستان د وچکالۍ پرله‌پسې درېیم کال تجربه کوي چې ورسره خوراکي توکو او اوبو ته لاسرسی سخت شوی.

سېف د چلډرن ویلي، د هغې سروې له مخې چې دوی د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې کړې، ۷۶سلنه ماشومانو ویلي، د تېر کال پرتله یې خوراکي مواد کم شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې ده، نړیواله ټولنه باید په بروکسل کې د افغانستان په اړه د راتلونکې اوونۍ غونډه کې له افغانستان سره د بشري وضعیت په ښه کېدو کې عملي ژمنې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button