په چین کې افغان سفیر د هغه هیواد د پولو او بحرونو د کنټرول له رئیس سره کتلي

عزم: (پنج‌شنبه، د وږي ۱۶مه، ۱۴۰۲): چین کې د ا.ا.ا. د سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو د چارو له رئیس وانګ ټینشیان او د قونسلي چارو د ریاست له مرستیال وو ډیمین سره کتلي دي.

‏چین کې د ا.ا سفارت په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په دې لېدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ په واخان دهلیز کې د راشه درشې لپاره د لارې پر بیا پرانستې، د سرحدي مسایلو پر ښه مدیریت او د یادې لارې څخه افغانستان ته د فایبر نوري مزي پر غزولو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه راز، چین کې د ا.ا سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین د قونسلي ریاست له مرستیال سره په هغه هېواد کې د افغان بندیانو په تړاو، د افغان سوداګرو پر حقوقي دعوو او ځینو نورو ستونزو د حل، افغان سوداګرو ته د ویزو د پروسې پر لا اسانتیا او نورو قونسلي موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې.

چین کې د ا.ا سفارت ټویټر کې زیاته شوې چې دواړو لوریو په دغو برخو کز د هر ډول همکاریو او لا پرمختګ هیله څرګنده کړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button