طالبان وایي د شمشاد برید دوی پورې اړه نلري، خو داعش یې پړه ومنله

 

عزم ټکی اورګ(سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶)

نن سهار په ځایي وخت یوولس بجې شاوخوا د شمشاد تلویزون پر ودانۍ وسلوال برید وشو چې له امله یې د دغه تلویزون خپرونې و ځنډېدلي او مرګ ژوبله یې هم واړوله.

د مرګ ژوبلې په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې په برید کې دوه تنه وژل شوي دي او شل تنه ټپیان دي.

د پیښې ځای ته تر اوسه څوک نه پریښودل کیږي او سیمه د حکومتي ځواکونو له لوري کلا بنده ده شاید د ټپیانو او مړو شمیره لوړه شي.

ځینې ټپیان ځایي روغتونو ته وړل شوي دي او هغوی هم وایي چې وسلوالو ودانی ته له داخلیدلو سره پیوست دوه ساتونکي و وژل او د ټپیانو پوره معلومات نشته.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید په لومړي وخت کې و ویل چې دوی پورې اړه نلري خو داعش وسلوالو یې پړه ومنله او برید یې په غاړه واخیستلو.

د یادونې وړ دی چې طالبانو د طلوع او یک تلویزونونو ته د کندز د سقوط په وخت هغه مهال اخطار ورکړو چې په دغې ډلې یې ناسم تورونه ولګول خو د شمشاد تلویزیون په اړه یې تر مخه هم کومه اخطاریزه اعلامیه څه نه وو خپاره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button