اقتصادي مرستیال ایران ته د خپل سفر پرمهال د انرژۍ له وزیر علي اکبر محرابیان سره وکتل

عزم: (سه‌شنبې، د لړم ۱۶مه، ۱۴۰۲)؛ د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ایران هېواد د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د لېدنې پر مهال د اوبو پر مدیریت، په افغانستان کې د برښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې، د کرنې په برخه کې د اوبولګونې له پرمختللیو سیستمونو څخه پر استفادې او په دواړو ګاونډ هېوادونو کې د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ زیاتوالي بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي برادر ویلي، وروستیو وچکالیو د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان د اوبو پر سرچینو بد اغېز کړی، چې له کبله یې د ځمکې سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې  او په ډېرو سیمو کې د هېواد دننه خلک د سیمو

پرېښودو ته اړ شوي  او ځینو نورو ترې مهاجرت کړی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ څه موده مخکې د ایران اسلامي جمهوریت تخنیکي پلاوي د هلمند له سیند څخه لېدنه وکړه او دا یې ومنله، چې د هلمند سیند اوبه له خپلې کچې څو برابره کمې شوې دي او د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې پر ځای دی.

هغه له ایراني لوري وغوښتل، چې له افغانستان سره په کور دننه د برښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې شریکې او تخنیکي همکاري وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان، چې تازه له جګړو او اشغاله راوتلی د اوبیزې، بادي، لمریزې، ډبرو سکرو برښنا د تولید په برخه کې بشپړې سرچینې لري، چې له کارولو سره به یې په کور دننه د برښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي.

ویل کیږي د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال  ملا عبدالغني برادر اخوند ته د ایران او افغانستان له لوري د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د برښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې او د اوبو هر اړخیز مدیریت او استفادې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!