په قطر کې یو امریکایي عسکر وژل شوی دی

عزم: (سې شنبه، د لړم ۱۶مه، ۱۴۰۲)؛ د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو ۳۳ کلن عسکر د قطر په العدید هوایي اډه کې وژل شوی دی.
پنټاګون به دغه اعلامیه کې زیاته کړې چې دغه عسکر “فلیکس ای بریوس” نومېده او تېره اونۍ د جمعې په ورځ د العدید په هوايي اډه کې وژل شوی دی.
اعلامیه کې راغلي چې فلیکس په ټګزاس ایالټ کې د هیسټون اوسېدونکی و او په یوه نه جګړه ایزه پېښه کې وژل شوی دی چې په هکله یي پلټنې جریان لري.
پر غزې د اسراییلو له برید او بمباري وروسته، په منځني ختیځ او نورو هیوادونو کې پر امریکايي اډو او مراکزو د بریدونو او حملو راپورونه ورکول شوي دي.