ډېر ژر به وکولای شی د ایمیل له لارې هم واټساپ فعاله کړی
عزم: (سې شنبه، د لړم ۱۶مه، ۱۴۰۲)؛ هغه ستونزه چې د هیواد اکثره وګړي، خصوصا په لیرو پرتو سیمو کې چیرته چې انټرنیټ کمزوری دی، ورسره مخ دي، د نمبر له لارې د واټساپ تاییدول او فعالول دي. د تایید پیغام په سختی او ځنډ سره لېږل کیږي او کله هم په منځ کې کومه ستونزه پیدا شي او د بل ځل تاییدولو لپاره یې اضافي وخت ورکول کیږي.
د پورته مشکل د حل او د واټساپ د خوندیتوب لپاره، میټا کمپنی غواړي چې د ایمیل له لارې د واټساپ فعالولو سهولت رامنځ ته کړي. همداوس هم ځیني د بیټا نسخې کاروونکي دغه ځانګړتیا ته لاسرسی لري او کولای شي خپل واټساپ د ایمیل له طریقه تایید کړي یا نور هم محفوظ کړي.
له دغه لارې به د واټساپ تاییدول، اسانه وي. تاسو به یواځې خپل ایمیل ادرس ورته لیکلی او تاییدي رمز (کوډ) به ستاسو ایمیل ته لیږل کیږي. دغه ځانګړتیا به د تاییدي او دوهم واټساپ فعالولو برسیره د کاروونکو اکاونټونه نور هم محفوظ او هک کول به یې ستونزمن کړي.