ایران ته د ملابرادر سفر؛ کابل او تهران ګڼې اقتصادي ژمنې کړي

عزم(سه شنبه، د لړم ۱۶مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران هیواد ته ولاړ. ښاغلي براد د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هیواد د ولسمشر له مرستیال، د هغه هیواد د انرژۍ له وزیر، د کرنې وزیر د ایران دکورینو چارو له وزیر، د یاد هیواد د ملي امنیت شورا رئیس او نورو مهمو چارواکو سره ناستې کړي.
د دواړو هیوادونو استازو د چابهار بندر له لارې د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي، په یاد بندر کې سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ پر۲۴ ساعته کېدو هم همغږي وشوه.
پر دې سربېره د دواړو هیوادونو مشرانو موافقه کړې چې تر کندهاره پورې به هغه هیواد د اورګاډي لیکه غځوي چې دا لیکه به د دواړو هیوادونو سوداګري دوه چنده کړي. په دې کتنو کې ایراني لوري ټينګار کړی چې د افغانستان له لارې له چین سره ونښلي. ملاصاحب برادر هم د افغانستان له لارې له چین سره د ایران د نښلتیا پر ارزښت خبرې وکړې او له خپل لوري یې د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ. د ایران د امنیت شورا له مشر احمدیان سره په ناسته کې نوموړي د چین په یوه کمربند-یوه لاره کې د افغانستان او ایران نښلون اړین یاد کړ او ویې ویل چې له دې لارې به چین، افغانستان او ایران له عراق، سوریې او د مدیترانې سمندر له لارې له اروپا سره نښلي. ایران هیله ښودلې چې د افغانستان له لارې له ازبکستان سره وصل شي او همدې مسیر تر واخان کوریډور پورې د اورګاډي لیکه وغځوي. دواړو مشرانو ژمنه کړې چې له شته فرصتونو څخه باید پوره ګټه واخیستل شي او هېچا ته اجازه ورنه کړل شي چې د کابل او تهران اړیکې خړې پړې کړي.
اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د نشه یي توکو پر مبارزې مالومات وړاندې کړي او له بزګرانو سره د مرستې په خاطر پر بدیل کښت ټینګار وشو. همداشان ملا برادر له ایراني لوري غوښتي چې په هغه هیواد کې له مېشتوافغان کډوالو سره نېک چلند وشي او د هغوی له ربړونې دې لاس واخیستل شي. دواړو هیوادونو ژمنه وکړه چې اقتصادي تعادل به رامنځته کوي او د افغانستان پر ځینو توکو به ترجیحي تعرفه لګوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button