د افغان مهاجر راتګ ته اندېښنه او د طمعې خلاف استقبال يې – دویمه برخه

احمد منصور
صادق بهر پوليسو ته ورځي< غواړي د هغو اشياؤ ورته په ګوته کولو غوښتنه ترې وکړي چې د وړلو اجازه يې ورکوي. خو د پولیسو د مشر هره خبره له توهين او کنځاؤ سره مله وي. د صادق بې وسي او مجبوريت تر شا کورنۍ وي. خير، کور ته ننوځي، له نيمايي څخه کم سامان کډې ته برابر کړي.
صادق: زه ځم چې موټر ونيسم، تاسو تر هغه وخته بايد تيار وئ چې ژر ځو، ځکه دا مخلوق عزت او اخلاق نه لري.
پلار يې: سمه ده بچيه، خو په لاره پام کوه چې پوليس دې ونه نيسي.
صادق د موټر په تکل وځي، خو چې کله يې تم ځای ته رسيږي موټروانان چې د کډې وړلو قيمتونه وښايي له آسمان سره خبرې کوي او د موټرو په رانيولو د مهاجرو زيات بیروبار هم وي. آخر له يوه سوزکي والا سره په دېرش زرو جوړيږي. په لاره صادق موټروان ته وايي: استاذه طورخم خو نږدې ځای دی، زما سامان هم کم دی او بل دا چې مونږ مهاجر يو بايد ګوزاره وکړې.
موټروان: دا حالت داسې ده چې استفاده وکړو، کلونه مو دلته تېر کړي، دغه ګټلی مال به رانه خپل وطن ته وړی؟ دسې آسانه ده.
صادق: استاذه څه مو چې ګټلي خواري مو کړې، نه مو تاسو ته لاس نيولی، نه مو کورونه مفته راکړي او نه مو بيلونه راته تحويل کړي.
صادق غواړي چې نور هم څه ووايي خو موټروان يې خبره ور غوڅه کړي.
موټروان: هلکه چوپ، که دېرش زره نه راکوې نه يې وړم؛ اډه کې خو دې په موټرو بيروبار وليد که له دې ريټ انکار وکړې، هالته به موټر ونه موندې، که وي هم په هاي رېټ/بیه به وي.
موټر کور ته رسيږي، صادق په منډه کور ته ننوزي. ګوري د کورنۍ د غړو ټولو رنګونه الوتي او په وېره کې دي. صادق يې د دې حيرانۍ پوښتنه کوي. کوچنی ورور يې ورته وايي: وروره زمونږ شاته چې کوم کورونه دي ترې شور ماشور راتله، بام ته وختم، کاته مې بېلدوزر يې ورته راوستلی او کورونه د مهاجرو ورانوي، نو مونږ وډار شو چې که ته وځنډیږې زمونږ نوبت به هم راشي.
صادق: غم مه کوئ، موټر مې راووست.
وروڼو ته وايي: امين الله، عبدالله يوسفه، زر کوئ دا سامان دې باندې سوزکۍ ولاړه ده وروړئ يې.
د صادق په خپل کوچني زوی《محمد》پام کيږي چې خفه ناست دی. صادق يې تر څنګ ورځي: بچيه ولې خفه يې؟
محمد: پلار جانه خپلو ملګرو پسې خفه يم، د لوبو ملګري مې پيدا کړي وو او اوس به زه ترې ځم.
صادق: افغانستان کې به نور نوي ملګري پيدا کړې، هله شاباش پاڅيږه! مونږ چې تر هغه کډه باروو کوڅې ته ووځه، له ملګرو سر دې خداي په آماني وکړه. پخپله هم صادق يوه غوټه اخلي او د موټر په لور ګړندي ګامونه اخلي.
نور بیا…