نړیوال جام؛ افغانستان له اسټرالیا څخه حیرانونکې ماتې وخوړه

عزم (سه شنبه، د لړم ۱۶مه، ۱۴۰۲): د نړیوال جام په ۳۹مه لوبه کې افغانستان له اسټرالیا څخه حیرانونکې ماتې وخوړه.
لوبه چې د ممبۍ ښار په وانکیډې سټیډیم کې ترسره کېده، پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ توپوهنه یې غوره کړه چې دغه پرېکړه سمه ثابته نشوه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په زیا سره ۲۹۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ښه هدف وټاکه.
د اننګز په وروستیو ۵ اورونو کې افغان توپوهونکو ۶۴ منډې وکړې چې د ۱۹۹۹ کال له نړیوال جام راهیسې په وروستیو ۵ اورونو کې اسټرالیاوي توپ اچونکو څخه ډیرې اخیستل شوې منډې دي.
ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۱۲۹ منډې وکړې.
هغه لومړی افغان لوبغاړی شو چې نړیوال جام کې سلیزه وهي.
ده په ۱۴۳ توپونو د ۳ شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ ۱۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
له هغه پرته راشد خان په ۱۸ توپونو ۳۵ چټکې منډې وکړې، نوموړي ۳ شپږیزې او ۲ څلوریزې ووهلې.
رحمت شاه هم د ۳۰، حشمت شهیدي ۲۶، عظمت عمرزی ۲۲ او رحمان الله ګربز د ۲۱ منډو په ترسره کولو ښه وځلېدل.
د اسټرالیا لپاره جوش هزلیووډ تر ټولو زیاتې ۲ وېکټې واخیستې.
سټارک، میکسویل او زمپا هم یو، یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.
په ځوابي لوبه کې افغان توپ اچوونکو حیرانونکی پیل وکړ او لومړیو لسو اورونو کې یې د اسټرالیا ۴ مخکښ لوبغاړي اوټ کړل او مجموعي منډې چې ۹۱ ته ورسېدېو نو د اسټرالیا ۷م لوبغاړی هم وسوځېده.
د همدې کمزوري پیل له امله داسې ښکارېده چې افغانستان به په ستر توپیر لوبه وګټي، خو په همدې وخت کې ګلین میکسویل چټکه، با مسؤلیته او حیرانونکې لوبه پيل کړه تر دې چې اسټرالیا یې بریا ته ورسوله.
له نوموړي سره لوبډلمشر پېټ کمینز هم ۶۸ بالونه ولوبول او د یو ستر هدف ترلاسه کولو لپاره یې ورکړل شوی پلان په ډېره ښه توګه بریالی کړ.
اسټرالیا لوبه په ۴۶.۵ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان سره پوره کړ او یوه نه منونکې لوبه یې وګټله.
د افغانستان لپاره نوین الحق، عظمت عمرزي او راشد خان ۲،۲ ویکټې واخیستې.
اسټرالیا ته میکسویل ۲۰۱، مچل مارش ۲۴، ډیویډ وارنر ۱۸، مارنوس لابشین ۱۴ او پېټ کمینز ۱۲ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی ګلین میکسویل وټاکل شو چې په ۱۲۸ توپونو یې د ۱۰ شپږیزو او ۲۱ څلوریزو پر مټ ۲۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په دې سره افغانستان په نړیوال جام کې خپله څلورمه ماتې وخوړه او اسټرالیا شپږمه بریا خپله کړه.
افغانستان د نومرو په جدول کې ۶م او اسټرالیا په ۳ مقام پاتې شوه، خو نیټ رن ریټ یې نور هم ښه شو.
سبا به په نړیوال جام کې انګلینډ او نیدرلینډ سره مخ شي.
افغانستان به خپله وروستۍ سیالۍ له جنوبي افریقا سره وکړي.