د پلانک د سرحداتو ماتول په کار دي!

د وخت، فضا او هستۍ لپاره د ماکس پلانک ثوابت په مروج مقیاس د کار وړ دي. خو کله چې د کوانټم نړۍ ته سم داخلېږو، بیا ژر درک کوو چې موږ ته لا په دغه لار څومره ډېر مزل پاته دی! د وخت، فضا او هستۍ د اصلیت او سرچینې مالومولو په پار دومره ساده خبرې او وېشنې هېڅ قانع کوونکې نه دي لکه پلانک چې کړې دي! دا بیا تکراروم چې د پلانک کار خورا ځانګړی او مهم دی، خو نور د دې اړتیا لیدل کېږي چې د ده تر وېشنو نور هم پسې تېر شو او د وړې نړۍ په اړه یو څه نور پوه شو.
دا بېخي بې انصافي ده چې د خپلو محاسبو او فکر د کمزورۍ له لاسه ووایو چې که یو شی په دغه اندازه وړوکی شو نور نیست بلل کېږي او که یې تشعشع تر دې اندازې کمه شوه هغه هم نیست دی! دا د منلو وړ خبره نه ده.
کوم څه چې پلانک نیست بللي دي، زموږ د نړۍ اصلیت او سرچینه له هماغه ځایه پیل شوې ده او اوس هم زموږ موجوده کائنات د هماغو وړوکو اوصولو په اساس کنټرولېږي.
زموږ اوسني ساینسي تشریحات نه د اتوم په اړه سم مالومات راکولای شي، نه د جاذبې په اړه پوهېږو چې اصلن څه ده، نه د وخت، فضا، مادې، انرژۍ، قوې، حجم، کثافت او نورو په اړه سم پوهېږو. دغه ټول تشریحات ډېر سخت نیمګړي دي. موږ یو داسې نوي فزیک ته اړتیا لرو چې نه تنها دغه مشکلات پرې حل شي، بلکې باید د فزیک او د طبیعت د پېژندلو اړوند مو اکثریت تعریفونه، لیدلوري او قواعد هم تغییر ور سره وکړي.
له طبیعت سره زور نه وهل کېږي، که ژر وي که وروسته، موږ به دغه لاره وهو.
لیکنه: وکیل احمد عزیزي