بریا له ماتې پیلیږي

نيکمرغي له هغو ځایونو څخه پيل کيږي کله چې موږ خپلو اهدافو ته ورسیږو. ټول انسانان خپلې لوې يې هيلې لري دا هيلې په زيار لاسته راوړي، ځکه چې همدا کوښښ دي تر څو دوی د غرونو لوړو څوکو ته ځان ورسوي.
هر کله چې موږ خپله ماته ومنو، نو هغه ورځ مونږ مړ شوي يو، ځکه د ماتې منل د خپل ځان د بربادۍ سبب ګرځېدلی شي، هغه وخت ته بريالۍ ګڼل کېږي چې خپلې لږې لاسته‌راوړنې په لویو لاسته‌راوړنو بدلې کړي. هره وړوکي بريا لويه وګڼه دغه وخت ته ګټوونکې يې؛ نو د وخت ملګرې ټول موږ ته يوه تجربه وي، د هغوی ښې کړنې موږ ته يو کتاب په شان دريځ لري، همدارنګه هغوی بدي کړنې مونږ ته له هغو څخه درس اخیستل دي.
شکر ‌دی چې ژوندي يو، ځکه ټولو خپلې خپلې ازموينې ورکړې، ځينې پکې بريالي شول، ځينې بیا پکې ناکام. هغه بريالي شوي وګړي لوی ځاي لري، زمونږ په زړونو کې نه يوازې په معنوي برخه کې هم پخپله مادي نړۍ کې ځانګړی لويوالي خپل کړي وي. دا چې ځينې ناکام شوي، دوی مونږ ته تجربه وي، د دوی ماته موږ ته يو درس دي چې په راتلونکي ورڅخه تجربه واخلو. ماته دې هرې بريا پيل ګڼل کېږي هغه بريا سپېڅلې ده چې له ډېرو زحمتونه څخه لاسته راوړل شوې وي، لوی زړونه تل د لوړو هيلو درلودونکي وي.

لیکنه: امین الله فیضي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button