ځينې غير اسلامي هيوادونه له اسرائيلو سره سياسي اړيکي شلوي

ويمکرون ويمکر الله ، والله خير الماکرين
نتن ياهو وايي چه دلته د وحشت او تمدن ترمنځ جګړه روانه ده، دا زمونږ د بقاء جګړه ده.
د دفاع وزير يي وايي چه مونږ د بشري ځناورو سره په جګړه کې ښکيل يو.
با ي‌ډن له ځانه د هغوی وياند جوړ کړې او په ښکرورو درواغو ترې دفاع کوي، او وايي چه اوربند بايد تر هغي ونشي تر څو ا س را ئيلو خپل اهداف نه وي تر لاسه کړي، ولو که دا پاتې غ زه هم ټوله په بل مخ واوړي.
او له بلې خوا ځينې غير اسلامي هيوادونه د اسر ائيلو سره سياسي اړيکي شلوي.
د امريکا په کانګرس کې ځينې امريکايان د بلينکين په وړاندي دريږي.
په لندن او نورو غربي هيوادونو کي په لکونه خلک د ظالم پر ضد مظاهرې کوي.
خو زمونږ بړيڅي لګيا دې څوک په پټه او څوک په ښکاره د هغه نورو صهيونيستانو جنايات توجيه کوې، او د هغوې خبرې بدرګه کوي او دريځ يي تاييدوي ، او د حال په ژبه وايي چه په غزه کې بايد د ج ها د او مقاومت غږ د ابد لپاره خاموش شي، خو دا يي هير دي چې:
(ويمکرون ويمکر الله، والله خير الماکرين)

لیکنه: دوکتور عمر عماد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button