د رسیدګۍ لپاره په ملي او نړیواله کچه لابي په کار ده

د کډوالو او را ستنیدونکو په برخه کې ما د نړیوالو ادارو سره تقریباً یوه لسیزه کار کړی، که څه هم د تېر په پرتله دا ځل کډوالو ته ډېره توجه شته، خو مهمه دا ده چې حکومت وړ خلک دې سکتور کې مؤظف کړي او حتی باید اضطراري حالت اعلان کړي تر څو د نړیوالو توجه جلب او مرستې تر لاسه شي. په شته امکاناتو، ډوډۍ او ګلونو د دې خلکو مشکلات نه حلیږي.
که مونږ موجوده امکانات په نظر کې ونیسو، دا خو هغه د زلزله ځپلو لپاره هم کفایت نکوي، په دومره کچه د هیوادوالو را ستنېدل په ټولو سکتورونو ډېر قوي فشار واردوي، مثلاً په تعلیمي، روغتیایي او نورو سکتورونو کې به نورو اداري واحدونو، موادو او پرسونل ته اړتیا زیاتیږي او دا باید سر له ننه په نظر کې ونیول شي. داسې ویل چې د خولې کپ به ورسره نیموو، ممکن یو عاطفي احساس وي هغه هم موقت خو وروسته بیا دا کیسه سختیږي. زه د خپلې لس کلنې تجربې پر اساس دا خبرې کوم.
زما د وظیفې په جریان کې د یوې وړې پروژې مثال: په ۲۰۱۳ او ۱۴ کې هم په کډوالو ډېر سخت حالت راغلی وو، په زرګونه کورنۍ په کم وخت کې د تورخم له لارې هېواد ته را ستنې شوې.
مونږ په ۲۰۱۴ کې د کونړ په ګتو قلعه کې د راستنو شوو هیوادوالو لپاره چې د سرپناه هیڅ مدرک یې نه درلود، تقریباً ۲۵۰ کورنیو ته مو د سر پناه لپاره مناسب کورونه جوړ کړل او په عین وخت کې مو د هغوي د نارینه وو او ښځینه وو لپاره د حرفوي زده کړو ټریننګونه پیل کړل، یو کال وروسته هغې خلکو تقریباً ۱۲ ډوله بیلا بیلې حرفې زده کړې وې او په کار روزګار بوخت او تدریجاً په ټولنه کې مدغم شول.
دا یو کوچنی مثال وو، باید همدې ته ورته پروژې ډیزاین او پلې شي تر څو په داخل کې د دوهمې داخلي بیځایه کېدنې څخه مخنیوی وشي.
دې ستر ناورین ته د رسیدګۍ لپاره په ملي او نړیواله کچه لابي په کار ده. دا بلکل یو بشري ناورین دی باید عاجل اقدامات وشي.
ملګري ملتونو او نړیوالو ډونرانو سره باید دوامداره همکاري او همغږي را منځته او لا پیاوړې شي تر څو د راستنیدونکو هیوادوالو د عاجلو، لنډمهالو او اوږد مهالو اړتیاوو لپاره سترې پروژې ډیزاین او پلې شي.
او بله دا چې په داسې حالاتو کې د اداري او اخلاقي فسادونو ډېرې دریڅې هم خلاصیږي، مسئولین باید متوجه وي.
لیکنه: اکرام الله واحدي