انسان باید ګریوان کې د سر ښکته کولو، درون اندیشۍ او تأمل فرصتونه دلاسه ورنه کړي

نن موږ او تاسې د یو داسې شیبو څخه تیریږو چې باید په خپلې جهانبینۍ له سره غور وکړو. د مدرنیته علمبردارانو او مفکرینو دا داعیه غږوله چې د لیبرالیزم او سیکولاریزم په خپلولو سره به انسانیت د ځنګل د قانون څخه راووځي او د عدالت، برابرۍ، نړیوال قانون، او حقوق بشر قانونمند چوکاټ ته ننوځي.
د ملت-دولت تر چتر لاندې یې د اجتماعي قرارداد، فردي ازادۍ او د دولتونو د واک داسې پدیدې رامنځته کړي چې ولسونه پرې کنټرول کړي او د ځنګل قانون پرې قانونمند کړي.
نن یې په ژوندۍ بڼه ننداره کوو. غریب او بیوزله هیوادونو باندې هر ډول لوبې روانې دي، شتمن هیوادونه خپله بدماشي کوي، تیری او یرغل کوي، خو ځان د قانون مفسر او قاضي هم ګڼي.
ایا عجیبه نده چې نن نړیوال سیکولاریزم په یوې دینې داعیې رامنځته شوي هیواد څخه بشپړ ملاتړ اعلانوي، د جینوسایډ او وحشت کولو شین څراغ ورکوي، د ماشومانو او ښځو قتل عام یې توجیه کوي، حتی د اوربند په غږ بندیز اعلانوي.
د اشغال او استعمار د یوازې پاتي شوني ژوندي مثال ته د پرمختللي دیموکراسۍ خطاب کول، د هغو غولیدلو پرمخ څپیړه وه چې په ناپامۍ یا ناپوهۍ کې یې د ځنګل قانون خپله قبله ګرځولې وه.

لیکنه: محسن امین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button