د مهاجرینو راتګ او په روان حالت یې تاثیرات!

نړۍ په بېلابېلو سیمو او هېوادونو کې د مختلفو عواملو پر اساس مهاجرت رامنځته کېږي، ډېری وخت د هېواد په داخل کې اوسېدونکي له یوې سیمې بلې سیمې ته کډه کوي اما کله کله بیا دا پروسه د هېواد له سرحداتو اوړي او د سيمې یا څو هېوادونو په کچه د وګړو بې ځایه کیدل رامنځته کېږي، په لویه کچه مهاجرت د سیاسي، اقتصادي، علمي، مذهبي او کلتوري فکټورونو پر اساس رامنځته کېږي او د نړۍ لوړه برخه تلونکي کسان کوشش کوي چې ځانونه داسې سیمو او هېوادونو ته ورسوي چېرته چې د معیاري ژوند کولو لپاره ښه سهولتونه او فرصتونه موجود وي، له ۱۳۵۷ هــ ش کال څخه را وروسته چې دلته د یوې بدبختۍ او جګړیزې لړۍ بنسټ کېښودل شو،د مهاجرت لړۍ هم ورسره پیل شوه، بیا کله چې شورویانو/روسانو زموږ پر خاوره یرغل راوړ،نو دا لړۍ خورا چټکه شوه چې په میلیونونو افغانان سیمه يیزو هېوادو په ځانګړې ډول ایران او پاکستان ته مهاجر شول او دا پروسه د امریکائي اشغال او کورنۍ جګړې پر مهال لا نوره هم پسې وغځېده؛ اوس تازه ایران او پاکستان له خپلو هېوادونو څخه د افغان مهاجرینو ایستل پیل کړي ، پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې ۱.۷ میلیونه غیري قانوني مهاجر به له خپلې خاورې باسي چې شاوخوا ۹۹ سلنه به یې افغانان وي، د دومره لوړ شمېر مهاجرینو راتګ به حتماً په هېواد کې یو سخت او پېچلی حالت رامنځته کړي چې له امله یې د هېواد ټول اړخونه په ځانګړې ډول اقتصادي اړخ تر ژور اغېز لاندې راولي او ځينې مهم تاثیرات به یې په لاندې ډول وي.
۱-په هېواد کې د بېکارۍ ګراف لوړېدل: له پخوا څخه افغان دولت خلکو ته د کار پیداکولو له ستونزې سره مخ دی او د لوړ شمېر مهاجرینو له راتګ سره به دا شمېره نوره هم لوړه شي، ذاتاً طبیعت داسې خاصیت لري څومره چې نفوس زیاتېږي نو په مقابل کې یې په تدریجي ډول کاري فرصتونه هم ورسره پيدا کېږي چې تر ډېره حده یې حرکت موازي وي، خو دا چې ۲۰ لکه کسان یو دم یوه هېواد ته داخلېږي او په مقابل کې یې کاري فرصتونه ثابت وي نو حکومت لپاره یې مدیریت کول او کاري فرصتونه ایجادول خورا ستونزمن دي او د لا نورو اضافي ستونزو سبب به وګرځي.
۲-اقتصادي وابستکي ته د میلان زیاتوالی: ټول هغه هېوادونه چې د تادیاتو بلانس یې له کسر سره مخ وي (واردات یې د صادراتو څخه زیات وي) د نورو هېوادونو په ځانګړې ډول صادراتي هېواده متاثره وي، بدبختي دا ده چې موږ له پخوا څخه وارداتي هېواد یو او د مهاجرینو په راتګ سره به د توکو لپاره تقاضا لوړه شي چې د مشبوع کولو لپاره یې زیاتو وارداتو ته مجبوره کېږو، ځکه زموږ داخلي تولید په هغه کچه نه دی چې په لنډمهال کې دې د تولید کچه لوړه کړي.
۳-د قیمتونو لوړوالی: د ازاد بازار یوه ځانکړتیا همدا ده چې قیمتونه مستقيماً له تقاضا سره اړیکه لري، څومره چې تقاضا زیاتېږي هغومره به ورسره قیمتونه هم لوړېږي.
۴-قاچاق او تور بازار ته لار پرانيستل: کوم کسان چې هېواد ته راځي،نو د ځان، اولاد او کورنۍ ساتلو لپاره به حتماً یو کسب پيل کوي دا چې په دومره لوړه کچه د کاري فرصتونو ایجاد یوه سخته او مُغلقه پروسه ده،نو هغوی مجبورېږي چې د قاچاق، نشه یي توکو او غیري قانوني کړنو په توسط عاید ترلاسه کړي.
۵-په بودیجه کې د اضافي کسر رامنځته کول: د امارت له حاکمېدو سره زموږ ټوله بودیجه د داخلي عواید څخه تمویل کېده چې کسر یې هم درلود، د مهاجرینو په راتګ سره دولت مسؤلیت لري چې د هغوی لپاره د ژوند تیرولو لازم شرایط برابر کړي او دا کار مصارفو ته اړتیا لری چې د دولت بودیجې ته به نور هم ټکان ورکړي.
د استخباراتي کسانو راتګ، ترهګریزې ډلې، سیاسي مخالفین او مسلکي داړه ماران بل هغه لویه ستونزه ده چې دولت به یې د مهار کولو او مدیریت لپاره د سختو ستونزو سره مخ شي، خو د دې ټولو ستونزو سربېره د افغان مهاجرو راتګ ځينې مثبتې اغېزې هم لري لکه د ماهرو کسانو، پانګې او ټکنالوژۍ د راتګ ترڅنګ په هېواد کې د مهاجرو له لوري د کوچنیو تشبثاتو پیلول شامل دي خو دا به ډېر کم او کم رنګه تاثیرات وي، یوه بله مسئله چې ډېره مطرح کېږي هغه د بهرنیو مرستې دي په ځانګړې ډول د مهاجرت په برخه کې د نړیوالو سازمانونه همکاري چې ممکن افغان دولت سره به یې ترسره کړي، د دې هرڅه برسیره د افغان دولت او ولس بېسارې مینه چې د مهاجرینو لپاره یې په ګډه هر ډول ممکنه امکانات برابرول د یو قوي او متحد افغانستان هیلې را ژوندې کوي، په هرحال موږ هیله لرو چې لا هم په ګډه د مهاجرو سره په لازمو برخو کې فرصتونه ایجاد شي او منفي تاثیرات یې په مثبتو اغېزو تبدیل شي.
لیکنه: م. ایوب عمري