د شاعر کمبختي

د مشهور اردو ژبي شاعر شوکت تهانوی چې لومړی غزل چاپ شو؛ نو ده مجله واخیسته او کور کې یې پر داسې ځای پرانیستې پاڼې کېښوده چې د هر چا سترګې پرې ولګیږي.
بدبختي دا وه چې لومړی یې د پلار نظر ور برابر شو. هغه د غزل لوستلو سره داسې شور جوړ کړ، لکه کوم غل یې چې نیولی وی. خپله مېرمن یې را وغوښته او ورته ویې ویل: ستا نازولی زوی وایي، چې:
ہمیشه غیر کی عزت تیری محفل میں ہوتی ہے
تیرے کوچے میں جا کر ہم ذلیل و خوار ہوتے ہیں
ژباړه:
تل د پردیو عزت ستا په محفل کې کیږي
چې ستا کوڅې ته درشو؛ خوار و ذلیل شو موږ
زما سوال دا دی چې دی اخیر هلته د چا په اجازه او ولې ځي؟
مېرمنې یې په ډار وویل: په ناپامي کې به تللی وي، که نه دی خو داسې نه دی!