طالبانو ته د خپل زعيم د مرګ له افواهاتو درسونه

ليکنه ـ بدرالافکار
د طالبانو د مشر د ټپي کيدو او مرګ د افواهاتو د خپرولو څخه داسې جوتيږي چې د طالبانو د دښمنانو پام اوس د طالبانو په ضد په پراخه رواني او تبليغاتي جګړه راټول دی. د طالبانو بهرني او کورني دښمنان غواړي چې د دغه تبليغاتو له لارې د طالبانو په ليکو کې د اختلاف اور ته لمن ووهي ، د طالبانو په نوي زعامت د نړۍ د مسلمانانو او افغانانو باور ته زيان ورسوي او د طالبانو د نوي زعامت حيثيت او په خپلو افرادو اغيزمنتوب يې وننګوي.
کوم افواهات چې د طالبانو د نوي زعامت د ټپي کيدو او وژل کيدو په اړه په ډير زور او همغږي ډول د کورنيو ، سيمه ايزو او نړيوالو رسنيو له لوري خپاره شول دا کوم عادي تبليغاتي مورد نه ؤ ، له دغه افواهاتو څخه دا جوته شوه چې د طالبانو د بهرنيو او کورنيو دښمنانو استخبارات غواړي چې د طالبانو د نوي زعامت امنيت له ده سره د مخالفو کسانو په مټ تهديد کړي او په افواهاتو کې د ياد شوي تکتيک په مټ يې ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
کله کله له يو چا نه د خپل دښمن په باره کې هغه څه چې په زړه کې يې ورسره لري يا يې ورته پلان کړي وي په يو ناڅاپي شکل راووځي او په ژبه يې جاري شي.
د طالبانو نوی زعامت يوازې د ځينو امنيتي اقداماتو په اخيستلو سره کولای شي له ورته ګواښونو سره مقابله وکړي لکه :
ــ د امنيت او استخباراتو په برخه کې د خپل تحريک د مسلکي او تجربه کارو شخصيتونو په مشوره د خپلو مسؤلينو او افرادو او مراکزو د امنيت لپاره اوسنيو حالاتو او بېلابيلو دښمنانو ته په کتو د يو جامع امنيتي پلان جوړول او پلي کول.
ــ په خپلو ليکو کې د دښمنانو د استخباراتي نفوذ د کشف او مخنيوي په موخه د منظم استخباراتي فعاليت زياتوالی.
ــ له طالبانو څخه د جلا شوو کسانو او ګروپونو په منځ کې منظم استخباراتي فعاليت او د دوی د تحرکاتو څارل
ــ د ملاقاتونو د زړو ځايونو بدلول
ــ د کاري ملاقاتونو بيخي محدودول
ــ د يو داسې منظم او پياوړي اداري سيستم رامنځته کول چې له نوموړي سره په اغيزمنه توګه د ټولو چارو په سرته رسولو کې مرسته وکړي او دې ته زياته اړتيا پيدا نشي چې نوموړی له هر چاسره وګوري ، په هره غونډه کې برخه واخلي او هر څوک يې په حرکاتو پوه شي.
ــ د خپلو نيږدې انډيوالانو او خپلو خپلوانو د اوسيدو د ځايونو بدلول او د دوی له ځايونو څخه د زيات کار نه اخيستل
ــ د موبايل او انټرنيټ نه استعمالول
ــ د پيغامونو د اصل نه قبلول ، هغه که صوتي وي ، که تصويري او يا کتبي ، اړوند مسؤلين بايد د پيغامونو کاپي نوموړي ته وړاندې کړي.
ــ د شوری ګانو د دايريدو د وخت او ځای د راز پټ ساتل او د شوری ګانو ټينګ فزيکي امنیت
ــ په شوری ګانو کې د کيدونکو ټولو بحثونو پټ ساتل او داسې نور …
همدغه راز د طالبانو د مشرتابه شوری غړي ، د کميسونونو مشران ، د ولایتونو واليان او نور لوی او واړه مسؤلين هم بايد خپل امنيت ته ځانګړې توجه وکړي او ټول هغه هدايات چې د مشرتابه له لوري ددوی د امنيت اړوند ورکول کيږي په ټينګه عملي کړي ، ځکه د دوی د پخواني مشر له وفات وروسته د ډول ډول مخالفتونو له وجهې له بيلابېلو خواؤ نه دوی ته امنيتي تهديدونه زيات شوي او له اغفال کيدو نه بايد ځان وساتي.
طالبان کولای شي د خپلو دښمنانو د تبليغاتو او رواني يرغل مخه په خپله تبليغاتي ستراتيژۍ د بيا کتنې له لارې ونيسي. خپله تبليغاتي ستراتيژي داسې عياره کړي چې له اوسنيو شرايطو سره برابره او ګټوره وي.
که طالبان د خپل امير د شرعي مشروعيت ، د خپل نوي زعامت سره د مخالفينو د مخالفت د غيرشرعي والي ، د خپل نوي زعامت د مخالفينو په وړاندې د نظامي اقداماتو د وجوب يا جواز او د ډيری بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د ګډ حکومت د امنيتي ځواکونو په وړاندې د خپلې جګړې د شرعي توجيه او له بهرنيو استخباراتي کړيو سره د ارتباط په اړه په دوی باندې د واريديدونکو تهمتونو د ترديد په اړه پراخ تبليغات ونکړي ، شايد طالبان په تبليغاتي جګړه کې خپله برلاسي له لاسه ورکړي.
سربېره پر دې که طالبان په هغو سيمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي او خلک پکې يوازې راډيو ګانې اوري ، خپل تبليغات زيات نکړي نو ورځ تر بلې به يې باور ته د دغو سيمو د ولسونو په منځ کې زيان ورسيږي ، ځکه راډيوګانې د دوی په ضد ډير زهرجن تبليغات ترسره کوي.
که طالبان هغه حقايق چې د بهرنيو ځواکونو او ګډ حکومت له ظلمونو او غير اسلامي کړنو څخه پرده پورته کوي په صوتي ، تصويري او کتبي شکل ترتيب او خپل ټول نظامي تشکيلات په دې مکلف کړي چې په ولس کې يې توزيع کړي د خپلو دښمنانو په وړاندې به په رواني او تبليغاتي جګړه کې ډيره مرسته ورسره وکړي.
همدغه راز طالبان له (FM) راډيو ګانو څخه چې په ډير کم لګښت جوړيدلای شي او په لسګونه کيلومتره مربع ساحه کې خپرونې اوريدل کيدای شي خلکو ته د خپلو پيغامونو په رسولو کې ګټه واخلي دا به هم مرسته ورسره وکړي چې د خپلو دښمنانو تبليغات تر ډيره بريده بې اغيزې کړي.
غير مستقيمې خپرونې ، که عربي او نورو ژبو ته هم وغزيږي ، دا به هم طالبانو ته د دوی په وړاندې د عامه ذهنيت په جوړولو کې ډيره ګټه ورسوي.
لنډه دا چې طالبان يوازې هغه مهال دوی ته د متوجه نوو امنيتي تهديدونو او د دوی په ضد د روانې پراخه تبليغاتي جګړې چاره کولای شي کله چې په خپله امنيتي او تبليغاتي ستراتيژي د مسلکي او تجربه لرونکو شخصيتونو په مشوره له سره غور وکړي او جدي عملي اقدامات ترسره کړي.
و من الله التوفيق