Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورنیو رسنیو ته کتنه

۱ـ امیر المؤمنین حفظه الله: محاکم دې د مالیې وزارت او ښاروالیو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي.

۲ـ ارګ: د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یونیسف ساحوي مسؤول او مل پلاوي سره پر يو لړ اړينو مضوعاتو خبرې وکړې.

۳ـ اقتصادي معاونیت: د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۴میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.

۴ـ دفاع وزارت: د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند ۱۲۰ تنه سرتیري د عسکرۍ لومړنیو زده کړو څخه فارغ شول.

۵ـ کورنیو چارو وزارت: هلمند کې ۷ جریبه جرسو کروندې اړول شوې او ترڅنګ يې ۱۹ تنه د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

۶ـ کورنیو چارو وزارت: پلازمېنه کابل او ولسوالیو کې ۴۵۶ تنه روږدي کسان راټول او روغتیایي مرکزونو ته وروپېژندل شول.

۷ـ ستره محکمه: له دې وروسته به جعلکارانو ته له ۶میاشتو تر ۷ کاله سزا ورکول کیږي.

۸ـ اداره امور: د قیمتونو کنټرول کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د افغانۍ ارزښت لوړوالي ته په کتو د خوراکي او نورو تجارتي موادو د نرخونو کنټرول په اړه لازم اقدامات وکړي.

۹ـ کانونو او پټرولیم وزارت: د پنجشېر ولايت ۴۷۹۴.۷ قیراط زمرد د ۳۱۸۹۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

۱۰ـ عامې روغتیا وزارت: غزني کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د جدي مراقبت خونه پرانیستل شوه.

۱۱ـ بیا رغونې وزارت: سمنګانو کې د ۴.۵ کیلومتره سړک او اوبو رسولو دوه شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

۱۲ـ کرنې او مالداري وزارت: يو پلاوی د حیواني روغتیا په نړیوال علمي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته په سفر ولاړ.

۱۳ـ عدلیې وزارت: کندز او نیمروز کې شاوخوا ۲ زره جریبه امارتي ځمکه استرداد او تثبیت شوه.

۱۴ـ صنعت او سوداګري وزارت: سرپرست وزیر د چين سفير سره کتنه کې پر بيلابیلو سوداګريزو مسايلو خبرې وکړې.

۱۵ـ کډوالو چارو وزارت: زرګونه تنه کډوال له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته راستانه شول.

۱۶ـ سټنډرډ ملي اداره: نيمروز بندر کې ١٣ ټانکره بې کیفیته تېل بیرته ایران هېواد ته وګرځول شول.

۱۷ـ لغمان ولایت مقام: قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۵۵ زره ډالرو په لګښت د ۵۰۰ متره استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې.

۱۸ـ کابل امنیه قومنداني: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس زرګونه فیره مرمۍ او شاجورونه نیول شوي دي.

۱۹ـ لوګر امنیه قومنداني: چرخ کې یوه ۱۵ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.

۲۰ـ تورخم کمېسار: تورخم دروازه د پاکستاني لوري لخوا د بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه.

۲۱ـ ټولنيزې رسنۍ: له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button