Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بهرنیو رسنیو ته کتنه

۱ـ فلسطیني رسنۍ: د اکتوبر له ۷مې راهیسې په لویدیځه غاړه کې ۲۶۰ تنه شهیدان او ۳۲۰۰ ټپیان شوي دي.

۲ـ خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: تېره نومبر میاشت د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه، چې ټول ۶۳ خبریالان پکې وژل شوي دي.

۳ـ د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني: په غزه کې د ‎اسراییل له خوا د فلسطینیانو «نسل وژنه» د ځان دفاع نه بلل کېږي.

۴ـ ټاس: پوتین به نن متحده اماراتو او سعودي ته د سفر په ترڅ کې په دوه اړخیزه اړیکو، منځني ختیځ او تېلو اړوند مسایلو بحث وکړي.

۵ـ فلسطین بهرنیو چارو وزارت: اسراییل غواړي، غزه په یوه ناامنه خاوره بدله کړی.

۶ـ اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره: منځني ختيځ کې د روان کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو لوی ګواښ سره مخ ده.

۷ـ تسنیم اژانس: سپاه پاسداران د بوموسي ټاپو په جنوب کې د تېلو دوه قاچاق وړونکې کښتۍ نیولي، چې شاوخوا ۴.۵ میلیونه لیټره قاچاق شوي تېل یې لېږدول.

۸ـ بخښنې نړیوال سازمان: غزه کې د اسراییلو په دوه هوایي بریدونو کې، چې له امریکایي وسلو پکې استفاده شوې وه، ۴۳ ملکي وګړي وژلي دي.

۹ـ د نیپال حکومت: شپږ نیپالي وګړي چې د روسي ځواکونو په لیکو کې وو، په اوکراین کې وژل شوي دي.

۱۰ـ هندي رسنۍ: د هند جنوب ختیځ کې د یو شدید طوفان له امله د چینای ښار ځینې برخې اوبو لاندې کړي او په سیلابونو کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button