په بهرنیو رسنیو کې د افغانستان انعکاس
۱ـ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله نویس: خوښه یم چې افغانستان لپاره د پاکستان استازي اصف دراني، پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې مشر او نورو هغو سره د افغان کډوالو، خوندیتوب او بیا میشتیدو په هکله خبرې وکړې.
۲ـ د ایران کورنیو چارو وزیر وحیدي: دښمن غواړي په ایران کې د افغانانو او ایراني ټولنو تر منځ د حقیقي یا مصنوعي شخړو په رامنځته کولو سره په ایران کې د افغانستان ضد جګړه وکړي او دا په هيڅ ډول د منلو وړ نه ده. البته ناقانونه افغان کډوال باید ووېستل شي.
۳ـ افغانستان له پاره د امریکا استازی وېسټ: د روان ډِسمبر له ۵ ـ ۱۵ پاکستان، اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته سفر کوم او له مهمو شریکانو سره به پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو خوندیتوب او بیا میشتیدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو، او اقتصادي مسایلو بحث وشي.
۴ـ وي او اې ډيوه: د امریکايي پلاوي او پاکستاني چارواکو په مذاکراتو خبرې سرچینې راته ویلي، امریکايي چارواکو هڅه کوله چې د هغو افغان کډوالو ستنولو بهیر ودروي چې امریکا کې د ابادېدو اهلیت لري. پاکستان بیا ویلي، افغانستان کې له خطر سره مخ کډوال نه ستنوي، که نورو هېوادونو کې د میشتیدو وړ وي یا نه؟
۵ـ اِنډيپنډنټ فارسي: یوې مؤثقې سرچینې د امارت یوې ادارې د ۸۰ صفحو یو محرمانه او امنیتي راپور راسره شریک کړی. په کې راغلي: د ترکیې، هند، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، چین او چیچنیا وګړي افغانستان کې د داعش ـ خراسان په لیکو کې فعالیت کوي.
۶ـ هندي رسنۍ: د هند څېړنو ملي اداره وايي، چې ۵ تنه له داعش ـ خراسان سره په همکارۍ تورن شوي، دوی غوښتل چې په غیرقانوني توګه د ایران له لارې افغانستان ته لاړ شي، البته دوه نور تورن چې د افغانستان او ایران وو، تښتېدلي دي.
۷ـ پاکستاني رسنۍ: افغانستان له پاره د پاکستان استازی دُرانی وايي، تحریک طالبان پاکستان د مخ پر زیاتېدو بریدونو له پاره افغان خاوره کاروي، په ۲۴ بریدونو کې ۱۴ افغانان شامل دي. خو بل خوا د دواړو هېوادونو تجارت زیات شوی دی.
۸ـ نړيوال بانک: د افغانستان سوداګري یو حساس پړاو ته رسېدلې، صادرات یې ۱،۵ میلیارده ډالرو ته را ټیټ شوي دي، چې دا شمېره د تېر په پرتله دوه سلنه کموالی ښيي بل خوا په اکټوبر کې ۸،۱ – سلنه له دوامداره منفي انفلاسیون یا ډېفلاسیون سره مخ دی.
۹ـ د بشري حقونو څار سازمان راپور: افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د امارت بندیز په نړیواله کچه غندل شوی خو ورسره د هلکانو د زده کړو بهیر هم د مسلکي ښوونکو د نشتون او په تعلیمي نصاب کې لاس وهلو له امله خراب شوی. (ذبیح الله مجاهد دا راپور رد کړی)
۱۰ـ د ایران د خراسان رضوي ولایت د کلتوري چارو مشر: په افغانستان کې له فارسي ژبې سره د دښمنۍ او تیري کوونکي خو شعوري چلند شاهدان یو. که افغانستان، تاجکستان او ایران سمه تګلاره غوره نه کړي، د فارسي ژبې ویونکي به له سترې ننګونې سره مخ شي.
۱۱ـ د جاپان “اِن اېچ کې” ورځپاڼه: ښايي چین امارت په رسمیت وپېژني، دوی د افغانستان په تړاو مثبت دریځ غوره کړی دی.
۱۲ـ ملاله یوسفزۍ: امارت افغانستان کې د نجونو شتون غیرقانوني کړی، باید جنسي اپارتاید د بشریت ضد جنایت په توګه وپیژندل شي.
۱۳ـ یونسیف ـ افغانستان: د اروپايي ټولنې نوې ۲۵ میلیونه یورو مرسته به د ۲۰۰ زرو نجونو او هلکانو د زده کړو په چاپیریال جوړولو ولګول شي.
۱۴ـ بي بي سي ـ اردو: پاکستان کې مېشت افغان هزاره ګان وايي، طالبان مونږ مسلمانان نه ګڼي، ښايي په افغانستان کې راته مرګ منتظر وي.
۱۵ـ د ایران “خبر آنلاین” ورځپاڼه: له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج به له سخت اقتصادي بحران سره مخ امارت باندې اضافي مالي فشار راوړي، بېکارۍ به لا زیاته او ښایي تر ټولو مهمه ستونزه د امارت د مشروعیت بحران ژورېدل وي ځکه چې اکثریت بهرني افغانان له امارته سر ټکوي.