Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه

۱ــ د ایران کورنیو چارو وزیر وحیدي: دښمن غواړي په ایران کې د افغانانو او ایراني ټولنو تر منځ د حقیقي یا مصنوعي شخړو په رامنځته کولو سره په ایران کې د افغانستان ضد جګړه وکړي او دا په هيڅ ډول د منلو وړ نه ده. البته ناقانونه افغان کډوال باید ووېستل شي.

۲ــ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله نویس: خوښه یم چې افغانستان لپاره د پاکستان استازي اصف دراني، پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې مشر او نورو هغو سره د افغان کډوالو، خوندیتوب او بیا میشتیدو په هکله خبرې وکړې.

۳ــ وي او اې ډيوه: د امریکايي پلاوي او پاکستاني چارواکو په مذاکراتو خبرې سرچینې راته ویلي، امریکايي چارواکو هڅه کوله چې د هغو افغان کډوالو ستنولو بهیر ودروي چې امریکا کې د ابادېدو اهلیت لري. پاکستان بیا ویلي، افغانستان کې له خطر سره مخ کډوال نه ستنوي، که نورو هېوادونو کې د میشتیدو وړ وي یا نه؟

۴ــ بي بي سي ـ اردو: پاکستان کې مېشت افغان هزاره ګان وايي، طالبان مونږ مسلمانان نه ګڼي، ښايي په افغانستان کې راته مرګ منتظر وي.

۵ــ د ایران “خبر آنلاین” ورځپاڼه: له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج به له سخت اقتصادي بحران سره مخ امارت باندې اضافي مالي فشار راوړي، بېکارۍ به لا زیاته او ښایي تر ټولو مهمه ستونزه د امارت د مشروعیت بحران ژورېدل وي ځکه چې اکثریت بهرني افغانان له امارته سر ټکوي.

۶ــ رسنۍ: د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

۷ــ رسنۍ: د اوکراین او افغانستان ۲۰ ګړي د برېتانیا په سیفورډ ښارکې میشت کړای شوي دي.

۸ــ پاکستاني رسنۍ: د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۴۱۲ زره ته ورسېده.

۹ــ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: له ایرانه له زرو زیات او له پاکستانه سلګونه افغانان راستانه شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button