Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د فلسطین وضعیت ته کتنه

۱ــ د فلسطین حکومت رسنیو دفتر: د اکتوبر له ۷مې راهیسې په لویدیځه غاړه کې ۲۶۰ تنه شهیدان او ۳۲۰۰ ټپیان شوي دي. اسراییلو تر دې دمه د غزې پر یوه کوچني ښار ۵۰ زره ټنه چاودېدونکي توکي غورځولي. د وروستیو ارقامو له مخې د شهیدانو شمېر ۱۶۲۴۸ ته رسېدلی، چې ۷۱۱۲ یې ماشومان او ۴۸۸۵ یې ښځې دي، په داسې حال کې، چې له ۴۳،۶۱۶ څخه زیات ټپیان له یو لک څخه زیاتې ودانۍ ویجاړې شوي او د غزې ټول وګړي بې ځایه شوي دي.

۲ــ حرکة المقاومة الاسلامیة: حماس پرون سه شنبه یوه اعلامیه خپره کړه او په نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو یې غږ وکړ، چې د ملګرو ملتونو جوړښتونو او ارقامو ته د اسراییلو د بې احترامۍ پر وړاندې کلک دریځ ونیسي. اعلامیه کې راغلي، د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د حماس مجاهدینو پر ضد د ناسمو تبلیغاتو منلو څخه د انکار له امله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکي ویزه لغوه کول، د صهیونېستانو د مغرورۍ او لوړتیا دوام دی. په دې سره دوی هڅه کوي، خپل اشغال وغځوي او د فلسطیني خلکو پر وړاندې نسل وژنې ته لاره هواره کړي.

۳ــ فلسطیني رسنۍ: اسراییلي ځواکونو پر غزې او لبنان سپین فاسفورس بمونه غورځولي، چې په نړېواله کچه یې کارول ممنوع دي. بل خوا د بخښنې نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې غزه کې د اسراییلو په دوه هوایي بریدونو کې، چې له امریکایي وسلو په کې استفاده شوې وه، ۴۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

۴ــ د غزې روغتیا وزارت: اسراییلي ځواکونو له ټولو جنګي او بین المللي قوانینو سرغړونه کړې او پر غزه یې بې توپیره عملیات پیل کړي دي، چې له امله یې تېرو ۲۴ ساعتو کې ۷۳ شهیدان او ۱۲۳ ټپيان د شهداء الأقصی روغتون ته رسول شوي دي.

۵ــ نتنیاهو: د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نړیوالې ټولنې هغه وړاندیز رد کړی، چې له جنګ وروسته به نړېوال ځواک د غزې تړانګې د امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلي. نوموړي په ډاګه کړه، چې د اسراییلو پوځ به له جګړې وروسته د غزې تړانګې د خالي سلاح کولو مسؤل وي.

۶ــ د اسراییلو د پوځ ویاند دانييل هاغاري: د حماس له لوري د نیول شویو اسراییلي بندیانو شمېر ۱۳۸ ته لوړ شوی دی. دا لومړی وار دی، چې د اسراییلو پوځ د جګړې له پیل دوه میاشتې وروسته په غزې تړانګه کې د بندیانو په شمېر کې زیاتوالی اعلان کړ.

۷ــ د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ایلي کوهین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکي لپاره په اسراییلو کې د پاتې کېدو ویزه لغوه کړه. کوهین د اېکس پوسټ له لارې وویل، ما پرېکړه کړې، چې په اسراییلو کې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کونکي ویزه لغوه کړم. نوموړي زیاته کړې، هرڅوک، چې د حماس وحشیانه وژنې، د لویانو او ماشومانو تښتونې او جنسي تېري ونه غندي، اسراییلو ته د ننوتلو اجازه نه لري.

۸ــ د اسراییلو پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په غزه کې په پوځی عملیاتو کې درې نور اسراییلی سرتېری وژل شوي، چې د اکتوبر له ۷مې راهیسې په جګړه کې د وژل شویو اسراییلی عسکرو شمېر ۴۰۶ ته ورسېد. په ورته مهال د اسراییلو د حکومت ویاند الن لیوی په یوه اعلامیه کې ویلي چې حکومت د یرغملو د خوشې کولو او حماس له منځه وړلو په ګډون د جنګي اهدافو ترلاسه کولو ته ژمن دی.

۹ــ حماس له خوا خوشې شویو اسراییلي بندیانو د یوې ناستې پر مهال د اسراییلو پر لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو اعتراض وکړ، چې دوی په زندان کې د اسراییل له بمباریو وېره درلوده، نه له حماس څخه. یدیعوت احرونوت د خوشې شویو بندیانو له قوله ویلي: هغوی اسراییلي چارواکو ته په خطاب کې وویل، تاسې نه پوهېږئ، چې هلته څه کوئ، موږ په تونلونو کې ناست وو او موږ وېره درلوده، چې اسراییل به موږ ووژني، نه حماس. تاسې ادعا کوئ، چې قوي استخبارات لرئ؛ خو حقیقت دا دی، چې پر موږ بمبار کېده او هېڅوک نه پوهېدل، چې موږ چېرته یو. د حماس په بریدونو کې زیاتره اسراییلي وګړي د اسراییلي پوځ په بریدونو کې ووژل شول.

۱۰ــ ولسمشر اردوغان: د ماشومانو او ښځو وژنه یو جنګي او بشري جرم دی، اسراییل باید د دې عمل مسؤل وګڼل شي. موږ طمعه درلوده، چې په غزه کې اوربند دایمي شي؛ خو بدبختانه داسې ونه شول. د نتنیاهو حکومت د خپل سیاسي ژوند د اوږدولو لپاره زموږ د ټولې سیمې امنیت او راتلونکی په خطر کې اچولی.

۱۱ــ د قطر امیر: په دوحه کې د خلیج د همکارۍ شورا ۴۴مې غونډې ته په وینا کې د قطر امیر پر امنیت شورا غږ وکړ، چې اسراییل بېرته د خبرو اترو مېز ته راولي. نوموړي زیاته کړې، لنډمهاله اوربند د بشپړ اوربند بدیل نه شي کېدای. هغه وویل، په اشغال شوي فلسطین کې اشغالګرو چارواکو له ټولو بشري ارزښتونو څخه سرغړونه کړې، دا د نړیوالې ټولنې لپاره د شرم خبره ده، چې د اوږدې مودې لپاره د اسراییلو پر جنایاتو غلي دي.

۱۲ــ بایډن: حماس پر ښځو او نجونو ظلم کړی او موږ باید د هغوی جنسي تاوترېخوالی وغندو. بل لور ته حماس د یوې رسمي اعلامیې خپرولو سره د بایډن خبرې غندلي او ویلي دي، چې له دې څخه د دوی موخه زموږ د مقاومت او حرکت بدنامول دي.

۱۳ــ د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوترېش د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې پر بیا پیلېدو شدیده اندېښنه ښکاره کړې او د حماس له خوا اسراییل ته د راکټونو ور وېشتل او د غزې په جنوب کې د اسراییل نوي او پراخېدونکي هوایي او مځکني بریدونه یې د خواشینۍ وړ بللي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button