Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د بریا راز

اُمت سخت بد حالت کې قرار لري، د یوې خوا خپله د اُمت ځوانان د کفارو تر سوء تأثر لاندې دي، له بلې خوا کفارو داسې پرمختګ وکړ چې اوس اسلامي هیوادونه ژر نشي کولای چې د دوی سلطه له ځان څخه لرې کړي.
خو یو وخت به دې اُمت یو داسې مشر الله تبارک وتعالیٰ تحفه کې ورکړي چې دغه کفري پر ټکنالوجۍ سیستم فعاله نړۍ به داسې لاندې او وپرځوي چې بیابه ددې طاقت پکې نه وي چې پر خپلو پښو ودرېږي، د دوی مکمل زور به اوبه شي، د دوی غرور به له خاورو سره خاورې شي او بیابه پرې یوه مقدسه اسلامي جوپه مسلطه وي چې دوی به سر نشي پورته کولای.
د اُمت د بریا لپاره د خدای عزوجل ډالۍ او تحفه.
امام مهدي علیه السلام
مهدي علیه السلام چې کله را څرګند شي، نو څه ډول هلې ځلې به کوي او څه چې کوي، د هغه لپاره به څنګه امکان لري؟
په جهاد له بیعت روسته به څنګه په دې سیاینسي او پر مخ تللې ټکنالوجۍ هغه له دې سترې جګړې څخه ووځي؟
که نن نړۍ ته وګورو، نو د سیاسي، فکري، ټولنیز، عسکري نظام لنډه داچې د هر پلوه دوی د ماتې وړ نه دي، نو ځکه چې په ځمکه دوی واکمنان دي، سمندري او فضایي ځواک یې ملتیا کوي.
په ظاهره کې خو داسې نه ښکاري چې مسلمانان دې د غلبې دا (جادو) مات کړي.
په دوی کې یوالی هم داسې دی چې امریکا او روسیه په خپل منځ کې له پخوا دوښمني کوي، خو بیا هم د یوه مسلمان پر ضد د یوبل سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او د دوی پر وینا: یووالی یې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د نړۍوال حکومت د رامنځته کولو لپاره دی.
د نړۍ په سطحه غوره پوهنتونونه په لوېدیځ کې دي.
خپله امریکا پنځه زره او اووه سوه اته پنځوس (۵۷۵۸) پوهنتونونه لري، د دې په پرتله په ټولو (۵۷) اسلامي هېوادونو کې د پوهنتونو شمېر (۵۰۰) ته رسېږي او د ټولې اسلامي نړۍ یو پوهنتون هم داسې نشته چې د نړۍ غوره او ټاپ پوهنتونو په قطار کې دې راشي. لوېدیځ هېوادونه غواړي چې د اسلامي نړۍ نابغه او د ښه فکر خاوندان ځانته په ښه مرعات او لحاظ سره راجلب کړي او بیا تل لپاره د همدې ځای شي.
اوس پوښتنه داده چې هرڅومره وخت تېرېږي، هر سهار د لوېدیځ له لوري د نوي ایجاد خبرونه را رسېږي او هر ماښام د مسلمانانو د لا زیات بدحالت آوازې خپرېږي، نو ایا په داسې یو بد حالت کې دا منلی شو چې امام مهدي علیه السلام به د ( ماوراء الفطرت) ځواک خاوند وي او ټول مادي قوتونه به د خپل طبعي قانون څخه لرې کړي او ماتې به ورکړي؟
ایا وبه کولای شي چې سیاینسي ایجادات به له خاورو سره خاورې کړي؟ ایا د هغه او ملګرو به یې عسکري هڅې هم پکې شاملې شي؟ ایا د لوېدیځ په لور به دغه باد لاړشي او د ختیځ مظلوم ولس لپاره به مرستندوی ثابت شي؟

ددې ځواب دادی چې امام مهدي علیه السلام او له ده سره به د مسلمانانو ډله هر لوري ته هلې ځلې وکولای شي چې د کفر دغه غلبه له خاورو سره خاورې کړي او دا کار به په شریکه کوي. په دې کې هیڅ شک نشته چې الله عزوجل به د مهدي علیه السلام په لاس ځیني کرامات هم ښکاره کړي او هغه داچې هغه به خپل ملګري ریښتونې (توبې) ته اړ باسي او له خاورو سره خاورې (سنت) طریقې را ژوندۍ کړي.
له دې سره به د امام مهدي او ملګرو یې؛ یو فکر او یووالی په برخه شي، د ټولو به یو فکر، یو سوچ او یوه کړنلاره وي، دوی به په خپل منځ کې د امیر له نافرمانۍ آزاد وي، له یوبل سره به په زړونو کې حسد، کینه نه ساتي، له ژوند څخه تر مرګ پورې به د امام مهدي علیه السلام پیر وي کوي، ددغه صف ملګري به په خپله خوښه مرګ ته غاړه ورکوي؛ یعنې ډیرې قربانۍ به ورکوي. کله چې نړۍ ته د امام مهدي علیه السلام صداقت او اسلام ته خدمت معلوم شي، نو له هر لوري به نېکان خلک د هغه ملګرتیا ته را روان شي، خپل هرڅه به ورته وسپاري او پوره باور به پرې کوي.
لکه څنګه چې د امت ځوانانو پر سردار صلاح الدین «ایوبي، رحمه الله کاوه.
د مصر او سوریې پوځ دومره ډېر نه ؤ، البته د څو بېلابېلو سیمو راغلو مجاهدو قامونو چې کله هغوی د جنګ په میدان کې ولیدل چې خپل آسونه ځغلوي او له یوطرف څخه بل طرف ته پکې داسې چکرې وهي، لکه د یوازیني ماشوم مور چې د هغه په لټه کې وي، په سترګو یې اوښکې دي او پر ژبه یې دا وینا ده: [یا للإسلام، يا للإسلام] ای مسلمانانو! له اسلام سره مرسته وکړئ، ای مسلمانانو! له اسلام خبر واخلئ.
نو دا قومونه هم د خپل عصیبت، سرغړونې او په انفرادي مزاج کې مشهور ؤ، هرڅه یې پرېښودل او له سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله سره یې په مرګ او ژوند بیعت وکړ.
تاریخ په دې ګواه دی چې کله به سلطان صلاح الدین «ایوبي « رحمه الله ملي بودیجه نه وه نو دې سرتیرو به یې له خپلې بدیجې او خپل مال سره د جنګ میدان ته ور ودانګل، د سلطان صلاح الدین «ایوبي «رحمه الله ملګري په دې باوري ول که سلطان ماتې وخوري، دوی یوازې نه پرېږدي چې ترې وتښتي او که چیرته بریا تر لاسه کړي، نو ګټې یې خپله د سلطان صلاح الدین «ایوبي «رحمه الله کور ته نه ځي، بلکې دا هرڅه د اسلام لمن ته لوېږي.
امام مهدي علیه السلام بریاليتوب به همدا وي چې کله هغه له خپل قیادت او مشرۍ مخکې خپل ممتاز صفت خلکو ته ثابت کړي، نو بیابه د نړۍ د خواره واره قومونو، ذهین اشخاص، علماء، مجاهدین، انجنبران، ډاکټران، پوهان، ساینس پوهان، شتمن خلک، د نظام پوه خلک، په عسکري وصولو پوه خلک … لنډه داچې د هرفن ماهران به د خپل څه ناڅه اسلام په خاطر هرڅه د امام مهدي پر پښو کې واچوي او د زړۀ له کومې به د هغه پیروي کوي .
له خپلو خواهشاتو به نفرت کوي، هغه یادګار او منظر به بیا راتازه شي چې آسمان له بدر څخه مخکې د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین د مشورې پر مهال لیدلی ؤ، او چې د (حطین) له جګړې مخکې یې د سلطان صلاح الدین «ایوبي «رحمه الله سترګې یخې کړې.
یو ډول خوښي به وي، یوې او بلې خواته به د کفارو سرونه غوڅېږي ننګیالي مجاهدین به پرې خپلې بتاري تورې چلوي هرې خواته د سر سختو کفارو وینې بهېږي، لنډه داچې د کفر مرۍ به غوڅه شي او د لکونو مسلمانانو زړونه به د کفارو پر وژنو یخ شي.
یو سوچه حکومت به وي، هرې خواته به سپیڅلي اتلان پر آسونو د اسلامي خاورې چاپېر ګزمې وهي او دغه ټولی دی چې د الله پاک پرې د رحمت نظر دی…
د یو سوچه اسلامي نظام په هیله…

لیکنه: قاري ساجد تکل

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button