Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

افغانان به خپل سوکاله ژوند د دوه تابعیته جاسوسانو د پاچاهۍ لپاره قرباني نه کړي

د 1400 کال د زمري میاشتې پر 24 د آمریکایې اشغالګرانو او د هغوی د دوه تابعیته پلویانو د سترې ماتې وروسته ا.ا.ا په فاتحانه توګه د کابل او دافغانستان د ټولو ولایاتو د قدرت واګۍ په لاس کي واخیست، چي په دي سره افغانانو د څلویښت کلن ناورین وروسته بیا یوار د امن سولې او سوکالی احساس وکړ، د اشغال د خاتمې وروسته یو لړ هغه دوه تابعیته افغانان چی شل کاله یې بهرنیانو ته د جاسوسیو له برکته د مظلومو افغانانو په ګیډه حکومت وچلاوه، او هغه نخریې وکړي چي تاریخ یې په یادولو شرمیږي، بهرني هیوادو ته پناه یوړه او هلته یې پوچ تبلیغات شروع کړل او دوی داسي ګڼله چي افغانان به بیا وغولیږي، او خپل اولادونه به د دوی د تخت او تاج لپاره قربان کړي لکه په تیر وقت کي یې چی د دوی پلرونو ته دا قربانی په ناپوهۍ کي یا د تعصب پر اساس ور کړه، خو افغانانو ته دا شل کلن ناورین او اشغال د هرچا واقعي څهره معلومه کړه، اوس را ځو ودي ته چي آیا په بهر کي په یو نامه او بل نامه د یولړ مجهول الهویه کسانو پوشالي غونډې به پر افغانانو او روان حالاتو تاثیر وکړي کنه؟
زما په آند داسي غونډې به نه داچي ملموسه نتیجه ونلري بلکي دا به د یادو خلګو نفرت نور هم د افغانانو په زړونو کي زیات کړي، ځکه افغانان د دا ازمویل سو څهرو څخه ډیر تنفر لري.
د پورتنیو موضوعاتو لپاره لاندي دلایل به دا لا هم روښانه کړي.
لومړۍ: د افغانانو ټول په دا نظریه دي چي د افغانستان د شل کلن اشغال او د ملیونونو افغانانو د مرګ ژوبلې ، معلولیتونو، مهاجرتونو او ټولو تاوتریخوالو عاملین همدا تښتیدلي ټامیان دي نو ځکه افغانان به بیا دا ترخه تجربه تکرار نکړي.
دویم: د مقاومت جبهې په نامه تیر وار چي د دوی پلرونو دا داعیه را پورته کړي وه یو عده افغانانو کیدایسي د ناپوهی یا دتعصب پر اساس د دوی سره ودریدل خو وروسته چي یې د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو ظلمونه ولیدل هغه متعاونینو افغانانو خپل د ټوپک شپیلۍ پر دوی راواړه ول.
دریم: تیر شل کلن اشغال کي همدغه مقاومتیانو چي د شمالي ټلوالې په نامه هم یادیدل هغه ظلمونه یې پرافغانانو وکړل چي تاریخ یې په لیکلو شرمیږي او دوی به اشغالګرو ته د جاسوسی له برکته، د افغانانو پیسی غلا او ځانوته اوخپلو اولادوته یې د سویس او اروپا په بانکونو کي ذخیره کړي، د دوی اولادونو به په بهر کي تحصیلونه کول او دلته به جنګ هغه افغانان خپل د اولادنو د غم پر ټغر کښینول چي د دوی د چوکۍ او سرداریو محافظت به یې کاوه ښه بیلګه یې احمد مسعود دی چي په داشل کاله کي یې د لندن او پاریس په پوهنتونو کي تحصیلونه کول او اوس ځان د مقاومت رهبر بولي نو اوس به هغه افغانان چي خپل زامن یې د دوی د رهبری لپاره قربان کړل اوده به خپل چړچي کولي کله بیا یو بااحساس افغان دا کار ترسره کړي ځکه یومتل دی وای( آزموده را آزمودن خطاست).
څلورم: تیر وار خو د همدغو ځوانانو پلرونو نړۍ ته د غلامی لاس ور وغزاوه او د اشغالګرو تر مخ به را روان وه خو اوس هیڅ بین المللی اجماع نسته چي د دوی نظامي ملاتړ وکړي یا پر دوی باور وکړي ځکه چي په افغانستان کي دا منفورې څهرې دي، او هیڅ نړیوال نظامي تړون به د ناټو شل کلنه تیروتنه ونکړي او هیڅ ستر قدرت به د آمریکا مفتضحانه تیروتنه او ماته خوړل تکرار نکړي نو د دوی دا هڅې به کومه نتیجه ور نکړي.
پنځم : د تیر مقاومت او شمالي ټلوالې اکثر مشران د یادو غونډو سره یو داسي دل چسپي نلري، ځکه په دا اخیرني غونډو کي تنها یو څو مجهول الهویه ځوانانو ګډون کړی چي دا خپله د دي وړاندوینه کوي چي دا لړۍ به خاص لاسته راوړنې ونلري.
شپږم: ا.ا.ا عفوي د مکې فتحې تاریخ بیا تکرار کړ هغه  افغانانو چی په یو ډول د ا.ا.ا مخالفین وه خو عفو ورته وسوه، دفتحې وروسته اوس هم بیله ویري په افغانستان کي ژوند کوي او د ا.ا دا ستر احسان به هیر نکړي غیر د یولړ کسانو چي دا احسان یې هیر کړي او هغوی بهم افغانانو او ا.ا ته خپل څهره ښکاره کړي.
اوهم: افغانان تیر څلوښت کلن ناورین او نا امنیو ډیر په تنګ کړي او ا.ا.ا په دا دوه نیم کاله کي داسي امن را ویستی چي د افغانستان په تاریخ کي بي ساری دی او افغانان به دا امن او سوکالې د یو څو دوه تابعیته او غرب پلوو د پاچاهی لپاره دلاسه ور نکړي.
اتم: د افغانانو یو ستر ارمان دا دی چي د ګاونډیو اونړیوالو سره سیال، او داسي یو حکومت راسي چي د افغانانو لپاره آبادي راولي او په نړیواله سطح د افغانانو ملاتړ وکړي چي ا.ا.ا خپل په دوه نیم کلن مزل کي د افغانانو دا هیلې را ژوندی کړې، چی موږ د معادنو د استخراج، د سالنګونو او لویو لارو جوړلو، زیربنایې پروژو د تطبیق، او د اوبو مهارولو یې ښه بیلګی یاده ولای سو، افغانان د تیر دوه نیم کاله فعالیتونو، کړونو او امنیت څخه ډیر خوشحاله دي چي دا لاسته راوړنې به د یوعده آزمویل سو څهرو لپاره له لاسه ور نکړي.
د یادو پورتنیو موضوعاتو اودلایلو پراساس د افغانانو بیا را پاره ول خپل دشخصي اهدافو لپاره ستونزمن او غیر ممکن کار دی، بل داچي د مقاومتیانو لپاره په افغانستان کي د یوي لوشتې ځای هم نسته چي دوی خپل نظامي مقاومت ترتیب کړي ځکه د افغانستان ټوله خاوره د ا.ا.ا تر حاکمیت لاندي ده، خو ا.ا.ا ته په کار ده همداسي یې چي د افغانانو د امن سوکالی او سترو پروژو ارمانونه د پوره کیدو په حالت رسولي دي،  همداسي دي دافغانانو لپاره د تعلیم او تحصیل زمینه هم برابره کړي چي دا به د افغانانو په زړونو کي لاهم د ا.ا.ا محبوبیت ډیر کړي او دابه د مقاومت او دوه تابعیته کسانو ټغر ور ټول کړي.

لیکنه: گلاب الدین خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button