Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

میتافزیڪ؛ اخلاق او پر اخلاقو د میتافزیک تاثیر

د میتافزیک (ماوراءالطبعت) او اخلاقو په بحث ڪي باید لمړی د دواړو اړخونو پیژندګلوي وسي او بیا یې یو پر بل اغېز وڅېړل سي .
میتافزیک د زیاتو پوهانو او اوسنیو زده ڪړیالیانو په اند یوازي په هغو شیانو باندي اطلاق ڪیږي چې موږ یې په حسي تجاربو نشو محسوسولای مثال یې د روح ، خدای ، ملائیکه او داسي نور ..
خو یوازي دا نه ددې سره سره میتافزیڪ د فلسفې یو پراخه څانګه ده چې د اساسي اصلیت بینایې ، یو شي یا مادې ته په حقیقې مانا قایلیدل ، هر هغه فڪر چې پر ثنویت راڅرخي ، د وجودیت په اړوند چې ولې شیان موجود دي ، هر هغه اصول او مبانې چې د خالص عقل په واسطه ترلاسه سوي وي ددې ټولو څخه په کلې او مجموعي توګه بحث ڪوي .
د میتافزیک همدومره تعارف به بسنه ڪړې وي او دا به لا هم ورسره ووایو چې میتافزیڪ د فزیڪ غوندي په مشخصو تجربو سره یو ګڼڼه نه شرحه ڪوي بلڪه د هماغه نظریې ، واقیعت او فڪر د شنلو په واسطه کوښش ڪوي چې د هغوی ماهیت ثابت ڪړي .
ماڪس پلانڪ د میتافزیڪ څخه داسي یو تعریف لري : میتافزیک کړه اغیزمن ڪوي او طبیعت کنترولوي خو نه د فزیکي وسایلو په مټ چې د بیلو بیلو موخو لپاره ترینه کار اخیستل کیږي .
میتافزیک د نظریو په ورکولو سره دا کار کوي چې طبیعت څه شي دی ؟ او له هغه باید څنګه استفاده وسي ؟
ددې سره سره د طبیعت او نړۍ د کنترول او مهار لپاره د میتافزیکې اخلاقي تیوریو څخه هم کار اخلي چې د ارزښتونو او پوهې پر بنیادونو بناء وي.
د میتافزیڪ د څېړلو او بحث په مورد ڪې ورګرځو یو ځل د الفرد نوبل لنډ نظر ته چې وایې : د هر مادي څیز ترشا یو غایې هدف د میتافزیڪ شتون لري او وایې چې هیڅ یو پرمختګ ، اختراع او ابتکار نسې منځته راتلای تر څو چې یې په میتافزیڪي ډول وجودیت نه وي وړاندي سوی او د انسان په لاشعور ڪې یې د پخوا پخوا څخه شتون نه وي درلودلی .
مثال : په ټیلیفون خبري ڪول او د هیوادونو په اندازه د لیرې ساحاتو ترمنځ د خلګو روابط نیول یوخت یو خیال ، خوب او صرف یو خیالي تفڪر وو مګر اوسني حالت کې یې فزیڪي بڼه موندلې چې موږ کولای سو په همدې موبایل زرګونه مترو فاصلو څخه خبرې وکړای سو .
ددې سره سره داسې هم ویل کيږي چې د هر مادي څیز تر شا یو احساس پروت وي یانې که په مثال کې یې واضح کوو نو د ډبرو څخه خلګ ډول ډول کورونه جوړولای سې همدا د کور په اړوند د ډبرو څخه کوم درڪ چې موږ لرو همدا د میتافزیک ساحه ده خو د ډبرو د څخه د مختلفو اشیاوو او هنرې وسایلو جوړول بیا د انسانې تجاربو او هنرونو پر اساس سرته رسیږي خو ولې د یوې مادې (ډبري) څخه زموږ غایې هدف مالوم سو .
د شیانو پلټل د ساینس ڪار دی او کولای سو ووایو ؛ ساینس د پرمختګ له نګاه ډیر مخته تللی خو انسان طبعې او فطرتي یو میتافزیڪي موجود دی همېشه د اشیاوو په حقیقتونو پسې منډي وهي . نه داچي یو شی یو وخت ڪې نوی ڪشف او دحقیقت په بڼه ورته ښڪاره سي او بیا څه موده وروسته هماغه نوی کشف محدود وګڼل سي ، چلیپه پر راڪش ڪړل سي او پر ځای یې نوې فرضیه یا طرحه وړاندي سي ، کټ مټ لکه د اوسنیو ځینو ساینسي ادعاګانو څخه .
د میتافزیڪ د بحث وروسته د اخلاقو مبحث ته داخلیږو تر څو اخلاق وڅېړو چې اخلاق څه ؟ اغیزه یې څه ؟ کوم ډول اخلاق ؟ ولي اخلاق ؟ او داسي نوري پوښتني راسره لاینحل پاتي نشې .
اخلاق ګڼ شمیر تعریفونه لري خو دلته موږ په لږو او ثابتو تعریفونو بسنه ڪوو چې اخلاق هغه قوه ده چې د ښو او بدو تمیز ورباندي کولای سو .ښه ڪول اخلاقي ڪړنه ده او اخلاق نیکي ده او نیکي ژوند ته خوښۍ راجلبوي .
افلاطون خپله د اخلاقو په باب ڪي د نیڪۍ په اړه وایې چې نیڪي کول خپله د یوې سمې کړني نوم دی . نیڪي هغه اخلاقي کړنه ده چې پر عقل بناء ده او یوازي د خبرتیا په حالت کي نه بلڪه د یو ڪس په ناخبرتیا کي هم نیڪي نیڪي ده خو په دومره تفاوت چې دا نیڪې په ذات ڪي څه ټیټوالۍ لري.
یو ڪس ڪه د یو بل غریب سره نیڪي ڪوې دا یو ستره اخلاقي ڪړنه ده خو بل یو کس پیسې یو ځای خیریه صندوق ڪې ږدې او فڪر نڪوې چې دا دي د یو ڪامل انسان پوره مشڪل حل ڪړي او دی په ناخبرتیا سره بل کس ته خیر ورسوي همدا ډول نیڪې تر لمړي ډول ڪړنې په ڪمه کټګورې اخلاقي ڪړونو ڪې حسابل ڪیږي .
ارسطو هره ڪړنه د یو مقصد تابع بولي ، ورزش د صحت د بقا لپاره ڪیږي او ښه صحت ورسره حاصلیږي نو ګواکي همدا ڪړنه یو اخلاقي ڪړنه سول .
ټولې ڪړنې چې نیکي او خوښي زېږوي نو اخلاقي بلل ڪیږي خو دا ڪړنې چې د خوښۍ منبع کرځي نه باید د نورو حقوق او خوښې وځپي .
یو ڪړنه تر هغه وخته پوري اخلاقي ده چې افراط او تفریط یا زیادښت او تنزیل ته متمایله نه وي .
او د ارسطو په نظر هره ڪړنه ڪه د زیادښت او ڪمښت تر منځ حالت غوره ڪړ همدا نیڪي بلل ڪیږي او نیڪې خپله اخلاقې پدیده ده.
د اخلاقو اړوند د دیکارت او سپینوزا نظر دادی چې د انسان په ذهن کې د نیکې او بدي تصور وراثتي دی ، کله چي انسان یو بد حرکت کوي په هغه کي دننه یو احساس پیدا ڪیږي چې ښه کار نکوي .
خو هیوم ددوی دا نظریه غلطه ګرځوي او وایې د انسان عقل د دوو جذبو تر منځ د کشمکش په حال کي پر هغې یوې عمل ڪوي چې زوروره وي .
مثال یو کس غریب دی او دا غربت دی و انسان لوټلو ته هڅوي خو که کوم وخت ده دا فڪر وکړ چې زه به په دې کار بندي سم او ددې کړني لاس واخلي نو بیا همدلته د ځان خوندیتوب جذبه ورباندي برلاسې شوې او دی یې د جنایته راګرځولی .
همداسي د اخلاقو په بحث ڪې دا هم ویل ڪیږي چې د یوې ټولنې په هغه قوانینو او نورمونو باندي عمل ڪول چې د هماغې ټولني د افرادو د حقوقو د ساتلو په موخه ایجاد سوي وي .
اخلاق د یوټيليټرنیزم د فلسفې له مخې د خوند د غریزې تابع دي چې په دې فلسفه ڪې بیا سټوراټ میل ، بنتام ، او جیمز میل کار ڪړی .
ددوی پر نظر د هر ډول خوښۍ لټون باید وسي او داسې وایې چې هر هغه عمل چې د انسان د نیکمرغۍ باعث ڪیږي د عمل وړ دی او کوم خاص اخلاقي اصل ته اړتیا نسته .
ددوی په مقابل کې G Moor وایې : د بدبختیو مخنیوی تر دې ډېر مهم دی چې د نیکمرغیو لټون وسي .
یانې هغه ڪړني چې اخلاقي بحران ورسره زیږي باید ترې تیر سو او ددې پر ځای د یو داسې نېکمرغي لټون وسي چې مفیدیت او ګټه یې عامه وي نه خاصه .
نیچه بیا اخلاقیات د تیرو ټولنو او حاڪمانو لخوا د ڪمزورو د مهار وسیله یادوي او وایې اخلاقیات پر دوو کټګوریو وېشل سوي یو یې د بادارانو اخلاق لکه ځانغوښتنه ، فساد ، جنګ او جګړې او بل یې د غلامانو اخلاق چې صبر ، تحمل ، غربت او داسي نور یادولای سو .
نیچه او د نیچه غوندې الحادې تفڪر پرسته فلاسفه وو اخلاقو ته په ڪوم میتافزیڪې ارزښت قایل نه وو او یوازې یې د عینې دنیا د نیکمرغي خبري ڪړي او وایې دا چي بله نړۍ نشته نو ځکه بیا خو اخلاق هم ددې ټولنې پیداوار دي .
د میتافزیک او اخلاقو د بحث وروسته ددوی یو پر بل اغېز څیړو او همدا اخیره خو زما د مقالې هسته یا ڪور بللای سو .
داچي میتافزیک پر اخلاقو کوم تاثیر ګذاري لري دا یو وسیع بحث دی خو موږ یې دلته لنډ را اخلو :
د مابعدالطبیعاتو مطالعه، چې د حقیقت، وجود، او د ذهن او مادې تر منځ د اړیکو بنسټیز طبیعت لټوي، د اخلاقو لپاره ژورې اغیزې لري. مابعدالطبیعاتي تیورۍ او باورونه اکثرا د نړۍ په اړه زموږ پوهه رامینځته کوي، زموږ په اخلاقي چوکاټونو اغیزه کوي او زموږ د اخلاقي پریکړو کولو پروسو ته لارښوونه کوي. دا اغېزې په پنځو نقاطو کې را خلاصه ڪوو :
1. آنتولوژیکي باورونه : د واقعیت د ماهیت په اړه زموږ مابعدالطبیعاتي باورونه د اخلاقو په اړه زموږ په پوهه خورا قوي اغیزه کوي.
د مثال په توګه، که موږ یو مادي نړۍ لید ولرو چې یوازې فزیکي مسایل شتون لري، موږ ممکن د سطحې اخلاقو چلند غوره کړو چې زموږ د عمل پایلو ته د هر داخلي اخلاقي ارزښتونو په پرتله لومړیتوب ورکوي.
برعکس، که موږ د غیر مادي روح یا میتافزیکي شتون باور ولرو، زموږ اخلاقي لید ممکن د ډینټولوژیکي اخلاقو سره سمون ولري، چې د سطحې پر ځای د یوشي له درڪ څخه ږغیږي .
2 . حتمي واقعیت : میتافزیک زموږ پر اخلاقې منشاء تاثیر ښودلای سي مثال ڪه موږ د نړۍ و اشیاوو او د طبیعت و هرې پدیدې او د انسانانو تر منځ ګډو ارزښتونو ته د یو نړیوال نظم او ڪُلې اشتراڪ په سترګه وګورو ممڪن زموږ اخلاقي چوڪاټ کې رحم ، عاطفه او عدم تشدد ته هم ځای پیدا سي .
خو ڪه انسان د یوې نړۍ څخه یوازي د فردیت ګرایۍ مفڪوره واخلي او ځان ورته له هر ډول ڪلې ارزښته تش ښڪاره سي بیا ورسره اخلاقي چوڪاټ کې خودپرستي ، غریزه پرستي او ځان غوښتنه ځای نیسي .
3 . بشپړه ځان لیدنه : ڪه یو انسان ځان د نړۍ او طبیعت برخه وګڼي او داسي فرض کړي چې انسان په نړۍ ڪې د نورو له ارزښتونو سره په متقابل احترام باید قایل اوسي دلته بیا د اخلاقي غریزه پرستۍ څخه لاس اخیستنه منځته راځي .
ځڪه یو انسان چې دا درڪ کړه چې انسانیت لکه یو وجود او وجود د یو څو ذره بیني حجراتو په خرابیدو لا هم په ځان ڪي درد محسوسوي نو همداسي بیا همدا انسان اخلاقې ارزښتونو ته ژمن پاتي کېدای سي .
4 . : د اشیاوو د وجود ماهیت او جوهر د میتافزیک له رویه ډېر د فڪر وړ دی او ڪله چې انسانان په دې وپوهېږې چې یو شی تر هغو پورې نسې موجودیدای چې بل یو یې علت نه وي کرځېدلی نو بیا د اخلاقې قوانینو او امورو سره فردیز چلند نه ڪوي .
پنځم او اخیر دا چې هغه انسانان کوم چې د میتافزیڪي باورونو په درلودلو سره د حقیقت پلټنه ڪوې د هغوی لیدلوری او نړۍ لید هم د فردیت ګرایئ له محوره وتلی وي .
دوی اخلاقو او ارزښتونو ته یو ډول په معنويت قایل وي او داسي انګیرې چې ارزښتونه او اخلاقي اصول په خپل ځان ڪې د انسانانو د لا ښې روحیې او ښه ژوند مباني دي ، ځڪه نو نه باید ابزاري او سرسري چلند ورسره وسي .
په هغو ټولنو ڪې چې د انساني ژوند معیار یوازي عقل کرځول سوی په هغوی کې اخلاقي بحرانونه اوج ته رسیدلي . خو دا چې زموږ غوندي یو اسلامپرسته ټولنه ڪې لا هم اخلاقي مڪارمو ته دومره ارزښت او په درنه سترګه کتنه نه ڪیږي دا جلا بحث دی ، چې اوس یې دلته بیانول لیڪنه نوره هم اوږدوي .
لیڪنه : بشرمل
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button