د یتیم فریاد

ستاره
آه ! ژونده په څه می ځوروی
نه می خپل نه می خپلوان شته
په څه می ویروی
د شپی نه تر سهاره
زه خوار یتیم بیداره
نه کالی نه سم خوراک شته
لا تره څو می کړوی
آه ! ژونده په څه می ځوروی
څوک چی زړه راباندی سوځي
سوړ آه می له خولي وځي
نو الله ته کړم فریاد
چي تیر ژوند کړم را په یاد
را په یاد کړم هغه وخت
چي نسکوره می شو بخت
له مور او پلار شومه جدا
ای ژونده بی وفا ای ژونده بی وفا
چی پاته شوم تنها
ستاره کړي دا دعا
خدایه! چی هیڅ کور مکړی تباه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button