ددې پوښتنه له یون صیب څخه وکړئ!
مولانا عبدالصبور-
ډيرۍ دوستانو زما د فیسبوک پر پاڼه کې يوازې همدغه پوښتنه تکراروله چې اوس وخت کې د امان الله خان اړوند ستاسې دغسې خبرې ته څه ضرورت ؤ؟
زما ګرانو وروڼو!
زه ددې سپيناوی کوم چې دغه ويډيو څو کلونه مخکې د قرآن پوهنې په درسونو کې د حجاب، ستر او پردې درس ؤ، دغه خبره په نوموړي درس کې ضمني ياده شوې وه، که تاسې هغه ويډيويي کليپ ته متوجه شئ نو زما ږيره هلته توره ښکاري، يعنې د کلونو مخکې خبره وه، تېره شوې وه او ډېرو محدودو کسانو اورېدلې وه، خو بېرته د ځينې مغرضو کړيو، د استاد محمد اسمعيل يون د تلويزيون او نوموړي د ملګرو له لوري دا کلېپ له کلونو وروسته بېرته پيدا شو، په پراخه پيمانه نشر شو او مسئلې ته يې سخته هوا ورکړه، آن تر دې چې د غازي امان الله خان روح يې په قبر کې خفه کړ او زما روح يې په ژوند وزوروه. (الله (ج) دې دوی ټولو سره خپل حساب وکړي!)
خو، ددې پرځای چې دغه پوښتنه له ما وکړئ، راشئ له نوموړو ښاغلو او استاد يون څخه دا وپوښتئ چې:
د دومره پخوانۍ خبرې د راپيدا کولو او خپرولو څه ضرورت يې محسوس کړی ؤ؟
خپله دوی هم وايي چې فتنې يې وزيږولې، نو د کلېپ د بيا خپرولو پوسيله د دې جنجال پيدا کولو اړتيا څه وه؟
علماؤ او دين ته د ښکنځلو څه اړتيا وه چې ټول علماء يې وښکنځل؟
يادونه: ما پخوا هم ويلي او اوس يې هم وايم چې ما هېچا ته کافر ندي ويلي او نه ددې حق ځانته ورکوم چې چاته د کفر او يا هم اسلام سرټيفېکټ ورکړم.