طالبان: د مسکو غونډه کې په کابل کې د دفتر پرانستلو غوښتنه نده شوې

 

عزم(جمعه، ۱۹ سلواغه ۱۳۹۷): تیره ورځ یو شمیر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکې طالبانو ګډ حکومت سره د خبرو کولو لپاره د قطر دفتر د رسمیت پیژندلو ترڅنګ په کابل کې د یوه دفتر غوښتنه کړې.

طالبانو دغه اوازې بې اساسه بللي ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې د دوی د استازو لخوا داسې غوښتنه نده شوې.

مجاهد لیکلي «ځینو رسنیو آوازه خپره کړې چې ګنې د مسکو په غونډه کې د اسلامي امارت استازو په کابل کې د دفتر پرانستلو غوښتنه کړی او د کابل ادارې سره یې شرط د مذاکراتو بللی.
موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، د امارت د استازو لخوا داسې غوښتنه حقیقت نه لري»

د ویلو ده چې د ۲۰۱۷ کال په دسمبر میاشت کې د ګډ حکومت د سولې شورا له لوري هم ورته وړاندیز شوی وو چې طالبانو ته دې کابل کې دفتر پرانستل شي.

همدا راز د ۲۰۱۸ کال به مارچ میاشت کې د حکمتیار له لوري هم طالبانو ته د څو ولایتونو او کابل کې د دفتر ورکولو غوښتنه کړې وه چې طالبانو هغه مهال داسې څرګندونې د هیواد تجزیې ته لار برابرول بللي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button