د پاکستان ستونزې – او ناسمي ارادې يې

لیکنه :-  موسی فرهاد  

   د تیر کال په دسمبر کې د پاکستان په درېیم لوی ښار پیښور کې پر یوه پوځي ښوونځي پاکستاني طالبانو وسلوال برید وکړ چې څه دپاسه ۱۵۰ تنه شاګردان پکي ووژل شول . دغي پیښي د پاکستان عسکري او ملکي چارواکي چې لا له وړاندي یې د طالبانو پر ضد (د ضرب عضب په نوم ) پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي وو ؛ نور هم ډېر په غصه کړل. د طالبانو د پراخي غندني ترڅنګ یې هڅه پیل کړه چې دیني مدارس ، مساجد ، مذهبي تنظیمونه ، ملا امامان لنډه داچي ټولې دیني حلقې تر قانوني او پولیسي تعقیب لاندي ونیسي . د دې ترڅنګ یي د افغان مهاجرینو پرخلاف هم د دوی په اصطلاح کریک ډاؤن پیل کړ . حالانکه د پیښور له پیښې سره د افغان مهاجرینو تړاو هیڅ موجه نه درلود . چې په دې توګه یې د پاکستان مذهبي طبقې او افغان مهاجرینو ته پراخي ستونزي رامنځ ته کړي . میډیایي تبلیغاتو او حکومتي فرمانونو خلک له رواني فشارونو سره مخ کړل ، ورځنی دیني تعلیمي ژوند او اقتصادي چاري یې خورا ټکنۍ شوي . چې دا لړۍ تراوسه پوري جریان لري .

   پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې خو د پیښور پیښه لومړۍ نه ده ، په لسګونو دا ډول او یا تر دې هم سختي خونړۍ پیښې رامنځ ته شویدي .  خو بیا هم پاکستاني چارواکو په ظاهره دومره جدي ردعمل ته زړه نه دی ښه کړی . څه وجه کیدای شی چې اوس دومره جدی سول .؟  بل داچې د خپل قهر او غصي هدف یې ولي دیني مراکز او افغان مهاجرین وګرځول ؟

 په لاندي څو کرښو کې به د دې ځوا ب د موندلو هڅه وکړو :

  د پاکستان کورنۍ ستونزې

   پاکستان د خپل جوړښت له پیل نه تراوسه دا یوه ځانګړتیا لري چې همیشه د بنیادي ، فکري او عقیدوي تفرق ښکار وي . له یوې خوا یې سیاسي جوړښت د فوځي دیکتاتورانو ، بیوروکراتانو او ولسواکو حلقو د سیالۍ میدان وي ، چې هغوی بیا پخپلو کې سیکولران ، لیبرالان ، ډیموکراتان مذهبي  او نا اسلامی فکر لرونکي وګړي وي . له بل پلوه  یې قومونه او ملتونه په متوازي ډول ډېر سره بیل دي . لکه بلوچ ، پنجابي ، سیندي ، پښتون ، سرائیکي ، کشمیري ، هندی او داسي نور … بل خوا ته یی مذهبي طبقه پر ډېرو مسلکونو ویشلي چې لومړی یی سیاسي او غیرسیاسی دی ، بیا جهادي او غیر جهادي او بیا پر بیلابیلو مسلکي فرقو ویشل سوي دي ، لکه شیعه ، سنی ، مقلد ، غیرمقلد ، بریلوي ، دیوبندي ، پرویزي او داسی نور … دې ته ورته نور ډېر توپیرونه د دې ټولني ترمنځ شته چې باید له یو بل سره همیشه په تصادم کې و اوسي . همدا وجه ده چې د ایټمي ځواک کیدلو سره سره بیا هم دا هیواد د درېیمي نړۍ د کمزورو هیوادونو په کتار کې راځي.

  پاکستانیان فکر کوي چې د پاکستان اصلي چارواکي پوځي استخباراتي ایجنسۍ دي . دوی همیشه فلان ګذاري کوي څه چې یې په ګټه وي په ملت کې هغه لوبي کوي . سیاستونه هم د پوځ د استخباراتي موخو پر بنسټ بدلیږي را بدلیږي . امنیت را وستل او یا  امنیتي ستونزي رامنځ ته کول هم د همدوی کار وي .

استخبارات بیا خپل کورني فلانونه د بهرنیو ورځنیو بدلونونو په رڼا کې عیاروي . دوی ګوري چې کوم قوم ، کوم ګوند ، کومه طبقه د دوی د نن ورځي ګټي تضمینولای شی ، بیا د هغوی د مقتدر کیدلو او ځواکمن کیدلو کوشش کوي ، او بل مهال بیا بله ډله د دوی په ګټه وي ، مخکنۍ له پښو غورځوي .

د بیلګي په ډول نواز شریف د ۱۹۹۳م کال په ټولټاکنو کې بریالی شو ، د پوځ او استخباراتو هغه مهال د نوازشریف سیاست خوښ نه و ، فوراً یې زندان ته ولیږه ، خو اوس بیا د نوازشریف پالیسي د پوځ له تګلاري سره همغږي لري ؛ ځکه نو د ده په لاسلیک باندي په وزیرستان ، کراچۍ او نور پاکستان کې پوځي عملیات ترسره کوي . له امریکا ، هندوستان ، افغانستان او نورې نړۍ سره خارجي سیاست یې هم په ګډه سره روان کړیدی .

که کله د کوم واکمن ګوند سیاست د پوځ له تګلارو سره په ټکر کې وي ، او دوی یې د مخنیوي بله لاره ونه لري ، نو بیا یې د پوځي کودتا له لاري چاره کوي . دا یوه ساده حقیقت دی ، هرچا ته څرګند دی او د پاکستان په تاریخ کې همدا لړۍ تل روانه ساتلي سوې ده . دیموکراسي او جمهوریت لا تراوسه تش په نوم خبري دي .  له همدې ځایه وه چې په تیر دور کې د پیپلز ګوند حکومت ، پارلمان او محکمې په یوه خوله ناري وهلي ، چې پټ زندانونه دې وتړل شی ، ډرون بریدونه دې بند شی ، له طالبانو او بلوڅ ملتپالو سره دې خبري وشي ، له محکمي پرته پټي وژني دې بندي شي ، عافیه صدیقي دې راخلاصه شي ،  او دې ته ورته نوري ډېري خبري … داچې هغوی په خپلو دې خبرو کې ریښتیني وو کنه ؟ دا بیله خبره ده .  خو هیڅ یوه خبره یې تر پایه نه ومنل شوه او برعکس یې د میډیا په زور هغه حکومت ډېر بدنامه او رسوا کړ .

   د نوازشریف په مشرۍ مسلیم لیګ ګوند چې کله واک ترلاسه کړ ، له تیرو تجربو څخه په ګټي اخیستو یې د پوځ له سیاست سره همغږي وښودله ، په ټولو سیاستونو کې د استخباراتو له مخالفت څخه ډډه کوي .  پورتنۍ څه غوښتني چې تیرحکومت د ملت په نمایندګي کولي ، یوه غوښتنه هم نوازشریف راپورته نکړه ، که څه هم د انتخاباتي کمپاین پرمهال یې ژمني ډېري کولي ترڅو د خلکو زړونه خپل کړي . نو پاکستاني شنونکي وایی چې له پوځ سره د همغږۍ او په پاټا کې د پوځ د عملیاتو او په کراچۍ کې د اپریشن د ملاتړ له برکته ، نوازشریف د عمران خان او طاهر القادري له سترو لاریونونو څخه بچ پاتي شو .

 نو ستونزه یې دا ده چې د پاکستان سیاستونه چونکه د مجبوریت او د یوبل د ګټو پر بنا چلیږي ، د خپل ملت اوږدمهاله او یا د سیمي د خیرښیګڼي پکي هیڅ څرک نه وي ، نو ځکه همیشه هم په خپل کور کې له ستونزو سره مخ وي او هم یې په نړیواله خصوصاً په سیمه ایزه کچه د شر اچوونکي هیواد نوم ګټلی دی .

دینی مدارس/ او سیکولریزم

 اوس چې پوځ بیا غواړي چې د دیني مدارسو د اصلاحاتو خبره کوي ؛ لکه په تېر کې چې مشرف هم یوځل دا ناکامه هڅه کړې وه ، خو بیا یې هم څه ناڅه کار وکړ او لږترلږه یو ذهن سازي یې وکړه ، او پر لال مسجد باندي په حملې سره یې مذهبي خلکو ته یوه اخطاري انتباه هم ورکړه . نو اوس هم همغه لړۍ را روانه ده او دا ځل یې د نوازشریف تر چتر لاندي کوي . د ټولو مذهبي سیاسي ګوندونو ، او عامو مسلمانانو له مخالفت سره سره حکومت هیڅ ډول تنازل نه مني . معنی یې دا ده چې پوځ او استخبارات د سیکولر افکارو د عملاً پلي کولو لپاره یو اوږد پلان لري . او د نوازشریف په حکومت یې عملي کوي . که څه هم چې په دې فکر کې به له پوځ سره غیر مذهبي ، لیبرل او سیکولر ګوندونه لکه مسلیم لیګ ، پیپلز ، ایم کیو ایم ، ای این پی ، مسلم لیګ قاف او داسي نور … ټول همفکره وي . خو په یوازي سر نه پوځ او نه هم دغه ګوندونه د خپل محبوبیت د کمیدو له وجي له دیني مراکزو سره څرګند مخالفت کولای شي . په 2007م کال کي د اسلام آباد لال جومات/جامعه حفصه باندي د مشرف حملي ټول پوځ او د هغه وخت تش په نامه ملکی حکومت ډېر بدنام کړ . او په وړاندي یې وسلوال جهادي مقاومت نور هم زور واخیست .

   د پاکستان واکمن که پوځيان دي او که سیکولر حکومتونه ، دوی لا له وړاندي په دې اند دي چې په پاکستان کې باید عامه اسلامي ذهنیت کمزوری شي ، او په لارو چارو یې له ډېره وخته غور کوي ، اوس چې یې په وزیرستان کې طالبان نسبتاً کمزوري کړل ، نو دا يې یو فرصت وګاڼه چې اوسمهال باید مدارس او مذهبي ذهنیت هم له تروریزم سره د تړاو په پلمه تر خپل ګورت لاندي را ولي او ورو ورو  ورسره د ترکیې ، مصر او بنګله دیش غوندي چال چلند وکړي .

یو پاکستانی محلل ، مشهور لیکوال جاوید چوهدري وایی :  که څوک غواړي د پاکستان نژدې راتلونکی پخپلو سترګو وګوري ، نو هغه دې د کمال اتاترک د ترکیې ماضي مطالعه کړي .

نوموړي دا خبره د پاکستان د حکومت د اوسنۍ پریکړي په تړاو کړي چې د پیښور د وړې چاودني په بهانه یې ټول مدارس ، مساجد او ملاامامانو ته خط کش کړی ، په یوه او بله بهانه بندیزونه ورباندي لګوي .

افغان مهاجرین

  د مسلم لیګ حکومت د پوځ په ګډون پریکړه کړي چې پاکستان به په معاشي لحاظ پر پښو دروي . د دوی په اند چاره یې دا ده چې لومړی په پاکستان کې مذهبي ذهنیت چې دوی ورته سخت دریځي وایې ؛ کمزوری کړي او دا هیواد تش په نوم اسلامي جمهوریت پاتي شی ، په عمل کې په مطلق ډول سیکولر او بی دینه دولت وي ، په دې توګه به نو غربي نړۍ او نور پرمختللي هیوادونه په پاکستان کې سرمایه ګذاري ته زړه ښه کړي . همداراز به آینده د تروریزم مخه ونیوله شي. او دا هیواد به ترقي وکړي .

  دویم پکټ چې دوی سنجولی ؛ هغه د افغان مهاجرینو ایستل دی ، د دوی په نظر په ملیونونو افغان مهاجرینو دا څو لسیزي د پاکستان اقتصاد ته لویه صدمه رسولي ده . دا یو اضافي بوج دی چې د پاکستان پر ناکافي معیشت باندي اچول سوی دی .  نور پاکستان د دې توان نلري چې دا اضافي بوج وزغمي. دا خو د پاکستاني چارواکو د یوې اوږدې ارادي د فلان برخه ده ، مګر په اوس وخت کې داسي عاجلانه اقدام چې مهاجرین په زور وایستل سي ؛ ویل کیږي چې د افغانستان د اوسني ګډ حکومت غوښتنه هم همدا ده چې باید مهاجر په زوره وایستل سي . داځکه چې د دوی په ګمان یو خو طالبان په پاکستان کې په مهاجرکیمپونو کې شتون لري ، هغه به له پاکستانه ولاړ سي او بل داچې د مهاجرینو په نوم له نړیوالو سازمانونو څخه ډېري زیاتي پیسي ترلاسه کیږي . هغه هم د افغاني او هم د پاکستاني چارواکو لپاره یوه ښه چانس دی .

   که څه هم د پاکستاني حکومت دغه نظر او فلان پخپله د ډېرو پاکستاني پوهانو لخوا هم سخت احمقانه بلل شوی دی . د افغان مهاجرینو له وجي چې پاکستان ته څومره زیان رسیدلی ؛ ګټي یې له هغه نه څو چنده دي . پوره پوره ښارونه ورباندي آباد دي ، ډير ستر تجارت لرونکي کاروباري افغانان که څه هم په افغانستان کې اوسي خو سرمایه ګذاري یې هرو مرو په پاکستان کې هم وي . هغه چې په پاکستان کې اوسي هغوی خو طبعاً خپله ټوله سرمایه په پاکستان کې په کار اچولي وي .

 په دې درې نیمو لسیزو کې چې مهاجر په پاکستان کې پراته دي ؛ په هیڅ ډول ستر جرم کې ککړ نه دي موندل شوي . اوس یې په دې هیواد کې ملکیتونه ، کورونه ، دوکانونه ، جایدادونه او هرڅه یې آباد دي . دا خو اوس د خیمو مهاجر نه دی چې موقت د څومیاشتو لپاره وي . دلته یې خیښۍ او خپلوۍ دي . دواړه ملتونه سره اخښلي دي. په زور او ظلم د دوی ایستل به د پاکستان لپاره یوه ستره تاریخي او نه جبرانیدونکي اشتباه وي .

  ډيری پاکستاني پوهان داسي هم انګیري چې د افغان مهاجرینو وجود د دوی لپاره یو زرین چانس دی ؛ هغه داچې د دوی په فکر د ډیورنډ متنازع فیه مسئله به د مهاجرینو او د هغوی د ورپسي نسلونو د موجودیت له برکته د پاکستاني اړخ په ګټه یکطرفه کیږي .

 پاک+افغان نوې اړیکی

   رسنیزي آوازې دي چې د نوي مشترک حکومت له یوه مشر اشرفغني سره د پاکستان اړیکي ښي سوي دي .  له یوبل سره یې د پوځي او ملکي چارواکو تګ راتګ خورا ډېر سویدي .  پاکستان له اشرف غني نه په دې خوښ دی چې تراوسه یې له هندوستان سره تعلقات ساړه ساتلي دي . د هغوی د فعالیت مخه یې څه ناڅه ډب کړي ده .  ویل کیږي چې د ډیورنډ پر سر به هم له پاکستان سره اشرف غني داسی یوه معامله وکړي چې پاکستان به تري خوښ وي. همدارنګه به د پاکستاني طالبانو په نیولو کې ورسره لاس وکړي .  له همدې ځایه وه چې پاکستان یو ناڅابه اعلان وکړ چې طالبان به له اشرفغني سره خبرو ته کښینوي . او بیا یی په وار وار وویل چې طالبان خبرو ته تیار دی . خو طالبان پرله پسي انکاري دي .

  په دې کې هیڅ چاته شک نشته چې د افغانستان په اړه د پاکستان ډېره اوږده ، تاریخي د مجبوریت پالیسي اشرف غني په یو لنډکي سفر نشي بدلولای ، او نه د دومره بدلون توقع اشرف غني درلوده.  نو داچې پاکستان ولي دومره یوټرن اخیستی ؛  په دې اړه دوه احتماله شنونکي ښيي :

 لومړی داچې د کرزي حکومت د اوسني په پرتله واحد حکومت و ، او اوسنۍ اداره ، په ښکاره که دوی هرڅه نوم ورکوي ؛ خو عملاً دوه حکومتونه دي. چې یو اړخ یې د پاکستان رقیبه ډله د شمال ټلواله ده . نو د پاکستان خو هسي هم تاریخي فطرت دی چې په افغانستان کې هرو مرو د یوي ډلي پلوي کوي . اوس دا زمینه له طالبانو پرته ورته مهیا ده چې د اشرفغني په پلوي څه تبلیغات وکړي او څه ناڅه نمایشي کارونه هم ورته وکړي. او په دې توګه یې د پاکستان خواخوږی کړي .

دویمه خبره له هندوستان سره د اشرفغني نسبي لیري والی دی ، دا هم د پاکستان لپاره نیک شګون دی . یو پاکستانی لیکوال منیراحمد وایی : ( اشرفغني د پاکستان لپاره یو ډېرښه انتخاب دی ، د یو مترقي افغانستان لپاره باید د هغه مرسته وشی. که داسی ونشي نو د عبدالله عبدالله په ملاتړ به هندوستان بیرته هڅه وکړي چې د کرزي دور افغانستان جوړ کړي او د پاکستان لپاره یو سر درد شي . عبدالله عبدالله هیڅکله نه غواړي چې هندي تمایلات صرف نظر کړي ).

بل داچې د کرزي له میډیایي پالیسي نه پاکستان ډېر په تنګ وو چې همیشه به یې د پاکستان پرخلاف تبلیغاتو ته خوله خلاصه کړي وه ، اشرف غني په دې کار کې دلچسپي نلري. دا هم د پاکستان لپاره یو سکون دی .

  له دې ټولو سرسري وجوهاتو نه ښکاري چې د دوی دوو اړیکي به هم همدومره وخت وي چې څو پوري پورتني وجوهات شتون ولري. نه داچې مخلصانه او تلپاتي اړیکي به وي .

 له طالبانو سره مذاکرات

  په دې وروستیو کې دا خبره ډېره یکطرفه ګرمه سوه چې طالبان له افغان حکومت سره خبري کوي ، او د دې خبري ډېر ګردش په پاکستاني رسنیو کې کې تر سترګو کیده .

په دې اړه شنونکي فکر کوي چې دا څو عوامل کیدای شي : یو داچې په اوس وخت کې رښتیا هم په سیمه کې د امریکايانو له وتلو سره یو بدلون راغلی دی ، هرو مرو به حالت هم تغیر ورسره کوي. ځکه چې د امریکایانو له راتګ سره افغانستان او سیمه ناارامه سوي وه ، نو په وتلو سره به یې طبعاً سکون او آرامي راځي . البته په دا ډول نمایشي او سازشي خبرو اترو نه ، بلکي په خلوص ، اراده او ريښتینولي سره .

  په هرصورت کارپوهان وایي چې د مذاکراتو موضوع پاکستان یوازي د څو اهدافو لپاره ګرمه کړي ،  ۱ –  یو خو په دې سره غواړي دنیا ته وښیي چې زه د افغانستان په قضیه کې خصوصاً پرطالبانو څومره موثریت لرم . ۲ – دویم ، په دې سره غواړي چې په اوسني ګډ حکومت کې د اشرف غني پله درنه  او د عبدالله رول کمزوری کړي . د دوی په زعم که چیري مذاکرات کامیاب شي نو هم اشرف غني او هم طالبان د دوی په ګټه شول ، او که ناکام شي بیا یې هم اشرف غني ته حیثیت ورکړ ، پر هغه باندي احسان وکړ ، په دې کوششونو یې هغه د ځان دوست کړ ، پرطالبانو خو یې هسي هم ګمان ښه دی .

 ۳ – بله خبره دا ده چې پاکستان په خپلو دې چټکو هڅو سره غواړي چې د قطر پروسه ناکامه کړي ، ځکه چې په قطر کې د طالبانو استاځیتوب نړیوال حیثیت غوره کړي او د پاکستان اغیز ته په کې ځای نشته . نو غواړي چې دلته له چین سره ځان ملګری وښيی ، له بله طریقه طالبان خبرو ته وهڅوي . په دې سره به یې د امریکایانو رول هم کم کړی وی او د نورو هم ، ځکه چې امریکایان بیا په هرصورت د هند اثر و رسوخ ته په افغانستان کې ځای پریږدي . د چین راوړاندي کیدل پاکستان د ځان لپاره یو غنیمت او ښه چانس ګڼي .

لنډکۍ تبصرې

  –  که چیري د پاکستان حکومت له خپل کورني او بهرني ستونزمن سیاست سره سره ، د دیني مدارسو پر ضد ناسمه اراده په جدي ډول تعقیب کړي ، او د پلي کولو هڅي ته یې دوام ورکړي ؛ نو هرو مرو به د لال جومات غوندي ناوړه اقدام هم په مخکي ورته راځي ؛  چې په دې سره به نو پاکستان یوځل بیا د وزیرستان غوندي جهادي مقاومت سره لاس او ګریوان کیږي .

 –   همدارنګه که د افغان مهاجرینو  د ایستلو لړۍ په همداسې روان ایمرجنسي شکل جاري وساتي ؛ پرته له دې چې د هغوی غوښتني او ملحوظات په نظر کې وساتي ؛ نو ګمان کوم چې څنګه په هندوستان کې د پاکستان خواخوږي ، نشته دا رنګه به افغانستان هم په کلي ډول ورته دویم هندوستان وي.  کرکي او نفرتونه به یې د پاکستان په وړاندي تلپاتي وي .

–  پاکستان که غواړي د افغانستان په اړه سیاست بدل کړي ، نو په مخلصانه ډول دې د درېیم ګړي رول ولوبوي ، نه داچې له هري ډلي سره د چل ول او مجبوریت پر پالیسي تعامل وکړي. فکر کیږي چې په روان سیاست یې د هیڅ چا زړه نه دی خپل کړی . زیار یې ایستلی چې هره ډله د خپلو ناسمو ارادو قرباني کړې .

–  د طالبانو مذاکرات چې پاکستان یې بیا بیا د پیلیدلو خبر ورکوي ؛ داسي یوه آسانه او وړه مسئله نه ده چې د دوو ډلو د څو ورځو شخړه وه ؛ بس ختمه سوه . دا په حقیقت کې د دوو تهذیبونو جګړه وه ، د یوه ستر قدرت په وړاندي جهاد و ، د اشغال او یرغل مسئله وه ، طالبان د یوڅو څوکیو او ولایتونو د نیولو لپاره نه وو جنګیدلي ، طالبان د خپلو هغو اهدافو تحقق غواړي د کوم لپاره چې یې د سر او مال قرباني ورکړي ده . داسی نه کیږي چې د پیښور له چاودني وروسته فوراً پاکستان اعلان وکړي ، مذاکرات دې پیل شي . پرته له کومي مقدمي او پرته له کوم تضمینه .  معنی یې دا نه ده چې طالبان په مطلق ډول له مذاکري او مفاهمې نټه کوي ؛ او یا هم د کوم ريښتیني درېیم ګړي وساطت ردوي ؛ بلکي طالبانو ته فکر کوم ډېرې ستري پریکړي ورله غاړي دي . هغوی ته د زمیني حقایقو ادراک شته چې کوم وخت د تفاهم لپاره میسر دی ؛ بیا به پخپله د حل لپاره طرح وړاندي کړی . طالبان د بهرنیو فشارونو په رڼا کې پريکړي کول د خپل هیواد په زیان محسوسوي .

 پـاي ………… !!!

2015-03-07  شنبه

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button