اشرف غني او ملګري خلقيان يې دپخوانيو مجاهدينو په ضد نوي خطرناک پلانونه لري
8 مارچ,2015
لیکوال: نور رښتیاپال
په اشرف غني باندې دخپل بې ساري اغيز په استفادې دحنيف اتمر په مشري کمونست خلقيان پدې وتوانيدل، چې دمسلک او تجربې د نه درلودلو په پلمه پخواني مجاهدين په نوې کابينه کې له وزارتونو لرې وساتي او محروم يې کړي، اوس کمونست خلقيان پلان لري چې پخواني مجاهدين له وزارتونو څخه ښکته چې په نورو دولتي چوکيو کې کار کوي هغه هم په ډول ډول بهانو پسې واخلي، کمونستو خلقيانو اشرف غني ته داسې طرحه ورکړې چې بايد ځوانان په امنيتي او نظامي ارګانونو کې په چوکيو وګمارل شي، او هغه ډګر والان چې عمر يې له (۵۵) کلونو څخه پورته وي او هغه جنرالان چې عمر يې (۶۰) کلونو څخه زيات وي تقاعد کړي.
اشرف غني دغه طرحه منلې او که چيرې يې عملي کړي زياتره پخواني مجاهدين چې اوس له وزارتونو څخه لاندې په نورو دولتي څوکيو کې کار کوي خپلې دندې به له لاسه ورکړي.
ديوې باوري سرچينې دمعلوماتو له مخې ډاکټر عبد الله له دغې طرحې سره کلک مخالفت کړی، او دخلقيانو دغې دسيسې ته متوجې شوی، او اوس ددغې مسئلې پر سر دګډ حکومت د اولس مشر او اجرائيه رئيس ترمنځ سخت اختلاف رامنځ ته شوی.
همدغه راز دځينو سرچينو له قوله کمونست خلقيان غواړي چې دفاع وزير او لوی درستيز دواړه بايد له پخوانيو کمونستانو څخه وي ترڅو نوره داردو دروازه دپخوانيو مجاهدينو په مخ وتړل شي، او کوم پخواني مجاهدين چې په اردو کې دي له هغوی نه اردو په تدريج سره تصفيه کړي.
اشرف غني باندې خلقيانو همدغه طرحه منلې او غواړي حنيف اتمر دفاع وزارت ته دکانديد وزير په توګه معرفي کړي او شير محمد کريمي دملي امنيت دمشاور په څوکۍ وټاکي، خو څرنګه چې ددواړو ټيمونو ترمنځ داسې فيصلې شوي چې که دفاع وزير له هر ټيم نه شو لوی درستيز به له بل ټیم نه وي، له همدې امله له ډاکټر عبد الله نه غواړي چې يو پخوانی مسلکي جنرال دلوی درستيز څوکۍ ته معرفي کړي، او دډاکټر عبد الله له لوري دجنرال عتيق الله بريالي دنومونې سره مخالفت کوي ځکه خلقيان داسې فکر کوي چې که جنرال عتيق الله لوی درستيز شي نو دتير په څیر به يوځل بيا له پخوانيو مجاهدينو څخه اردو ډکه کړي.
ويل کيږي اشرف غني ته د پخوانيو مجاهدينو په ضد ټولې طرحې دحنيف اتمر او معصوم ستانکزي په مشری پخواني کمونستان ورکوي، او پخواني مجاهدين هم ددوی په اړه داشرف غني دمنفي ذهنيت پړه په خلقيانو وراچوي.
ديوې سرچينې له قوله څه موده دمخه تورن اسماعيل خان حنيف اتمر ته په يوه مجلس کې ويلي وو چې زموږ په اړه داولس مشر ذهنيت تا خراب کړی او موږ به زر خپل زور درته وښيو.
دشنونکو له انده که پخواني مجاهدين سر له اوسه لاس په کار نشي او له حکومت څخه ددوی دشړلو په هدف دخلقيانو او پرچميانو ددسيسو په وړاندې ونه دريږي نو شايد سياسي راتلونکی او آن شخصي مصؤنيت يې له جدي ګواښ سره مخ شي، او پخواني خلقيان او پرچميان له غربيانو سره يوځای دهر هغه چا په ضد چې داسلام بوی هم پکې وي يو کوچنی فرصت له لاسه ورنکړي او نه به موقع ضائع کړي.