دغرب پلویو پخوانیو مجاهدینو په مخ دګډ حکومت بله څپېړه

دتیر کال دانتخاباتو په پایله کي تر ډیرو لانجو او دجان کیري تر منځګړيتوب وروسته دوه سری حکومت جوړاو ددوه سري حکومت دوه مشران ددوو بېلو فکرونو څښتنان او دیوه مشترک هدف لاریوان اشرف غنی او عبدالله عبدالله وټاکل شول.
اشرف غنی خو لا له پيله پخوانی جنګسالار، دشوروي نږدې یار او دهغوی اخلاصمن خادم دوستم دخپل لومړي مرستیال په توګه وټاکو، وروسته یې پخوانی کمونيست اتمر خپل سلاکار وټاکو، دګډ حکومت دکورنیو چارو په مهم وزارت پخوانی کمونیست او داوسنيو امریکايي پلویو مجاهدینو پخوانی دښمن نور الحق علومي وټاکل شو، ددې په څنګ کي نوري مهمي دندي پخوانیو کمونیستانو ته ورکړل شوې، چي له امله یې دپخوانیو مجاهدینو چيغي پورته او غوغا يې جوړه کړه، هغوی چي په سيستماتیک ډول له صحنې وایستل شول، دتهدید او نرمي دواړه لاري يې ونیولې، خو دګډ حکومت په دواړو مشرانو یې هیڅ ډول اغېزه ونه کړه.
عبدالله عبدالله هم چي دپخوانیو مجاهدینو څه تمه ترې کېدله دمجاهدینو په ارمانونو خاوري واړولې او له پخوانیو مجاهدینو څخه یې خپل برائت په داسي شکل څرګند کړ، چي هغوی ته یې په ګډ حکومت کي هیڅ واک ورنه کړ.
اشرف غنی او عبدالله چي په ګډه دغرب پلویو مجاهدینو په ګوښه کولو لګیا دي، دغرب پلویو پخوانیو مجاهدینو په مخ يې یوه بله څپېړه هم ورکړه، له شاوخوا شپږ مياشتو ناندریو وروسته ددوه سري حکومت دواړه مشران په دې سره سلا شول، چي دفاع وزارت ته، چي مهم وزارت دی پخوانی کمونیست جنرال محمدافضل لودین ونوموي، دا چي دواړه مشران پرې سلا شوي، نوځکه به هغه له ولسي جرګې دباور رایه ترلاسه کړي او دګډ حکومت دفاع وزیر به شي.
جنرال لودین چي دروسیانو نږدې او مهم کس او هغه مهال يې مهمي دندي ترسره کړي او دشاوخوا دوو ميلیونو افغانانو دوژونکو له ډلي څخه وو اوس هم دخپلو کړنو دفاع کونکی، دپخوانیو کمونیستي رژيمونو ملاتړ کونکی او دمجاهدینو سرسخت دښمن اواوس هم پخواني مجاهدین دانسانیت دښمنان بولي، مجاهدينو ته دخائنانو نسبت کوي، که څه هم خپله په دې برسېره چي خائن، دروس غلام دی دزرګونو افغانانو قاتل دی، خو اوس هم په ډيره بې شرمانه توګه دخپلو قتلونو ملاتړ کوي او دپېښمانتیا په ځای يې ننګه کوي.
افغان مجاهد ولس چي دشوري اتحاد او دکمونیستانو په خلاف تر یوې لسيزي زیات وخت جهاد کړی دی، قربانۍ يې ورکړي دي، هر زار زیانونه ورته رسېدلي، ناخوالي يې ګاللي دي، نو اوس دلودين او نورو کمونیستانو واک ته رسېدل که څه هم په ګوډاګي رژیم کي وي، چي باید محاکمه شوي او دافغانانو دوینو په بدل کي اعدام شوي وای ددوی واک ته رسېدل دټول ولس لپاره چندان ښه خبره نه ده، په داسي حال کي چي بیادا زاړه کمونیستان چي دغرب په نوي جامه کي صحنې ته راغلي دخپلو پخوانیو ظلمونو ننګه کوي او دجهاد او مجاهدینو بدي بیانوي، خودا چي ولس اوس هم له پخوانیو کمونیستانو او اوسني رژیم سره په مبارزه بوخت او مقدس جهاد يې داوسني ګواګي رژيم په خلاف چي پخواني کمونیستان يې یوه برخه ده روان ساتلی دی، نو بیادداسي مشرانو ټاکل کېدل دولس لپاره ډیر دخواشينۍ ځای نه دی، ځکه هغه مبارزه چي پرون يې ورسره کوله اوس يې هم ورسره کوي، خو افسوس صد افسوس دهغو پخوانیو ډالري مجاهدینو په حال، چي اوس په ګډ حکومت پسي نښتي دي، ګډ حکومت ددوی په ځای ددوی دښمنانو ته زیات اهمیت او ارزښت ورکړی دی، دوی چي ځانونه ترهرچاډیر وړ ګڼي دیوې پيسې اهمیت هم نه دی ورکړل شوی او تر دې لا ډیره بده داده، چي خپل جهاد يې هم دڅوکۍ لپاره خراب کړ، دهمدې څوکۍ لپاره یې دغربیانو غلامي هم ومنله، خوبیاهم له څوکۍ څخه بې برخي شول او دښمنان يې په لوړو څوکیو کښېناستل، دغه پخواني ډالري مجاهدین لکه چي خسرالدنیا والاخرة شول، چي نه يې دا دنیا شوه او نه يې اخرت.
غرب هم لکه دشیطان چل ورسره وکړ، کله چي یې ملت ته مختوري کړل، ټولي نړۍ ته يې وشرمول، ۱۳ کاله يې خپله مزدوري پرې وکړه اوس يې خپل برائت ورڅخه اعلان کړ.
عادل خپلواک