دبگرام وحشتځای بیا فعاله شو

په دې وروستیو کې بګرام زندان ته له څرخي پله زندانه 961 تنه بنديان وړل شوي او هره ورځ نوي کسان هم نیول کیږي او بګرام ته وړل کیږي.
په بګرام کې ۳۷۵ داسې زندانیان شته چې د افغانستان درې ګونو محکمو یې شپږ میاشتې وړاندې د خوشې کېدو حکم کړی
دسرنوشت ورځپاڼه د سیاسي شنونکو له خولی وايي چې د امریکايي ځواکونو له خوا د بګرام زندان بیا فعالېدل د افغانستان د ملي حاکمیت، د امریکا او افغانستان ترمنځ د شوو تړونونو او د افغانستان د خپلواکۍ پر ضد ګام دی. دوی په دې اړه له دولت څخه د جزیاتو او توضیحاتو غوښتنه کوي. باوري سرچینې وايي چې د بګرام زندان حاكميت او كنټرول بېرته امريكايانو په لاس كې اخيستى او په دې وروستيو مياشتو كې يې د بنديانو شمېر مخ په زياتېدو دى. سرچينه وايي، چې په زندان كې د بنديانو شمېر تر دوو زرو اوښتى او هره ورځ لږ تر لږه له 3-4 تنو نوي بنديان ورته راوړل كېږي. سرچینې سرنوشت ورځپاڼی ته ویلي، د بګرام زندان په اړه د پخواني ولسمشر هغه فرمان هم نه دى عملي شوى، چې نور ټول زندانونه د كورنيو چارو اړوند او عادي زندانونه دي. په دې وروستیو کې بګرام زندان ته له څرخي پله زندانه 961 تنه هغه بنديان هم راوړل شوي، چې د كورني او بهرني امنيت پر تهديد تورن دي. پر دې سربېره 375 تنه هغه بنديان لا نه دي خوشې شوي، چې 6 مياشتې وړاندې درې واړو محكمو د دوى د خوشې كېدو پرېكړې كړې دي. همدارنګه 192 تنه هغه بنديان، چې پخواني ولسمشر حامد كرزي يې د خوشې كېدو فرمان وركړى و، لا هم بنديان دي. بګرام په پروان ولایت کې پروت هغه زندان دی چې پر تړلو یې له امریکا سره د مخکني افغان حکومت اړیکې خورا ترینګلې شوې او بالاخره دغه زندان افغان لوري ته وسپارل شو. د پروان د سرپرست والي ویاند وحید صدیقي تاییدوي چې لا هم بګرام زندان ته نوي بندیان وړل کېږي؛ خو هغه بیا دغه زندان په بشپړ ډول د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې بولي. صدیقي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، دغه زندان رسماً افغان دولت ته سپارل شوی او د کورنیو چارو وزارت د محابسو ریاست له لوري د ځانګړو ځواکونو په مرسته اداره او څارل کېږي. د صدیقي د معلوماتو له مخې، په دغه زندان کې ډېری زندانیان داسې کسان دي چې بهرنیو ځواکونو نیولي؛ خو اوس هم له یو شمېر ولایتونو هغه زندانیان ورته راوړل کېږي چې ساتل یې جدي تدابیر غواړي. حقوقي کارپوه زاهد ساپی وايي، د افغانستان او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې دغه هېواد نه شي کولی په افغانستان کې زندان ولري. ساپي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په شوي تړون کې د زندان یادونه په هېڅ ځای کې نه ده شوې، هلته شپني عملیات یاد شوي چې امریکايي ځواکونه له افغان ځواکونو پرته د هېواد په هېڅ سیمه کې عملیات نه شي کولی، نو له حقوقي پلوه چې یوازې عملیات نه شي کولی ځانګړی زندان هم نه شي لرلی او نه د چا د ساتلو حق لري. حقوقي او سیاسي کارپوهان وايي چې دا کړنه د افغانستان د اساسي قانون، ملي حاکمیت او له امریکا سره د شوو تړونونو خلاف ده. دوی له دولت څخه غواړي چې په دې اړه توضیحات ورکړي. هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر تر لاسه کړو، خو له پرله پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.